په ننګرهار کې یو شمیر قومي مشرانو په پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان چلند وغانده
په ننګرهار کې د ختیځ زون قومي مخورو په پاکستان کې له افغان کډوالو سره زور زیاتی په کلکو ټکو غندلی دی. قومي مشرانو په غونډه کې د کډوالو په چارو کې له نړيوالو ادارو غوښتنه وکړه، چې د پاکستان د روان بد چلند پر وړاندې غږ پورته کړي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون د رپوټ له مخې قومي مخورو په خپلو ویناوو کې وویل چې په پاکستان کې د افغان کډوالو اېستلو پروسه کې ډېر ظلم روان دی او دا باید ودرول شي.
قومي مشر جهان جهاني د خپلې وینا پرمهال وویل:« دا کومه ناروا چې اوس له افغانانو سره په پاکستان کې شروع ده، مونږ دغه ولسونه له نړیوالو هم دا غوښتنه کوو او د نړیوالو هغه سازمانونه چې د کډوالو په برخه کې کار کوی مونږ پر هغوی غږ کو ژر تر ژره دا ظلمونه او ناتار نور ودریږي.»
بل قومي مشر قاري رحمت الله په خپلو خبرو کې وویل« باید د پاکستان له خوا له افغانانو سره روان بد چلند مخنیوی وشي او د پاکستان پر ولسونو او علماوو باندې غږ کوو له خپل حکومت وغواړي چې افغانان زمونږ وروڼه دي او له دې ظلمونو لاس واخلئ.»
په ورته وخت کې د دې غونډې کډونوال له افغان سوداګرو او مرستندویه ادارو غواړي چې له پاکستان راغلو کډوالو سره مرستې وکړي.
دوی همداراز له طالبانو وغوښتل چې پر کډوالو دې دشتې ابادې کړي او دوی ته دې زراعت لپاره ځمکې په واک کې ورکړي.
له پاکستان تازه ستون شوي افغان کډوال لعل محمد هم په خپلو خبرو کې وویل چې هلته یې کور، موټر او دوکان هر څه پاتې شول او په زوره تورخم ته انتقال شو.
د طالبانو د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي، چې په ۲۰۲۳ کې د پاکستان حکومت له لوري د کډوالو د ایستل کېدو له لومړي پړاوه تر اوسه ۱۳۰ زره کورنۍ په جبري توګه افغانستان ته ستنې شوې دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په یوه ویډیوي پېغام کې زیاته کړې، چې د دغو ستنو شویو کسانو شمېر نږدې شپږ سوه زرو کسانو ته رسېږي.
د هغه په وینا، د اپرېل له لومړۍ نېټه د دویم پړاو ایستلو په بهیر کې تر اوسه ۷۰ زره افغانان د پاکستان له لوري په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
د طالبانو په واکمنۍ کې د لوږې او بې روزګارۍ ناورین پراخ شوی او همدا په هېواد کې د راستنیدونکو پر وړاندې هم جدي ننګوونې بلل کېږي.