په ننګرهار کې يوې ښځې له خپلو دوو اولادونو سره ځان سیند ته غورځولی

په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند وايي، یوې ښځې له خپلو دوو اولادونو سره ځان په درونټه کې سیند ته غورځولی، ښځه او یو ماشوم مړه شوي او یو بل ماشوم ژغورل شوی دی. سید طیب حماد زیاتوي، چې د پېښې پلټنه کوي.

د حماد په خبره، ژغورل شوی ماشوم روغتون ته انتقال شوی او روغتيايي حالت یې ډاډمن دی.

په سيمه کې عيني شاهدان زياتوي: «د ښځې او ماشومانو د ژغورولو هڅه وشوه، خو له بدمرغه یواځې یو ماشوم وژغورل شوو.»

که څه هم د پېښې انګيزه تر اوسه معلومه نه ده؛ خو ډېری کسان د داډول پېښو لامل اقتصادي او ټولنیزې ستونزې، کورني فشارونه او ذهنۍ ناروغۍ ګڼي.