یو پخواني طالب قوماندان منلې چې امریکایي خبریال یې برمته کړی و
د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، چې د طالبانو یوه پخواني قوماندان حاجي نجیب الله منلې، چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ میلادي کلونو کې یې یو امریکایي خبریال او دوه افغان وګړي د ډیورنډ کرښې به اوږدو کې برمته کړي وو.
نجیب الله دا مهال ۴۹ کلن دی، هغه په ۲۰۲۰ کال کې د رویټرزر خبري اژانس د پخوانی خبریال ډیویډ روډ د تښتولو په تور نیول شوی و.
اوس نوموړی په زندان کې د عمري بند له سزا سره مخ دی. رویټرز اژانس په یوه راپور کې ویلي چې یاد طالب قوماندان پخوا هم په دغه قضیه کې خپله ښکېلتیا منلې وه.
نوموړی همداراز په یوې جلا قضیه کې چې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۰۹ پورې د امریکایي ځواکونو د وژنو سره تړاو لري، هم خپل جرم منلی دی.
د امریکا د عدلیې وزارت وايي، د نجیب الله تر مشرۍ لاندې طالبانو د امریکایي عسکرو پر ضد یو شمېر بریدونه کړي دي.
وزارت همداراز یو فرانسوي خبریال ته د نوموړي هغه څرګندونې هم یادې کړې، چې په کې ویلي یې دي، د فرانسوي او امریکایي عسکرو په نښه کول یې د فعالیتونو معمول وو.
د امریکا د فدرالي پلټنو ادارې یا (ایف بي ای) د نیویارک څانګې مرستیال مشر کریسټوفر جي رایا ویلي: «دا ترهګریز بریدونه د انسانیت سره د بشپړ بې پروایۍ څرګندونه ده او نجیبالله بالاخره ومنله چې د زموږ د وګړو د وژنو مسوول دی.»
نوموړي زیاته کړې: «نننی اعتراف د FBI د نیویارک د ترهګرۍ ضد ګډې ډلې د نه ماتېدونکي تعهد ښکارندويي کوي، تر څو د هر هغه چا څخه حساب واخلي، چې زموږ هېواد هدف ګرځوي.»
د نیویارک د سویلي ناحیې څارنوال جی کلیټون په وینا، دوی به د هغو کسانو سره له قانوني چلند څخه ډډه ونه کړي، چې له امریکایي وګړو سره یې دوښمني کړې ده.
سره له دې چې طالبان دا مهال په ټول افغانستات واکمن دي، خو لا هم د بهرنیو او ځینو کورنیو وګړو په تښتولو، ربړولو او ان په وژلو تورن شوي.