چین د منځنۍ اسیا هېوادونو سره همکاري زیاتوي
د چین او منځنۍ اسیا د بهرنیو چارو وزیرانو په شپږمه غونډه کې په بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه امنیت، اقتصاد او زیربناوو کې د همکارۍ زیاتولو ژمنه کړې ده.
د چین رسنیو د راپور له مخې، د قزاقستان په الماتا کې د دغه هېواد او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ په شپږمه غونډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مورات نورتلیو، د قرغزستان د بهرنییو چارو وزیر جینبیک کولوبایف، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سیروج الدین محرالدین او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ګډون کړی وو.
د یادو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو تر ناستې وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا هېوادونه د یو بل د حاکمیت، خپلواکۍ، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ملاتړ ژمنه کړې ده.
په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي، د منځنۍ اسیا هېوادونو څو اړخیزې سواګرۍ او د نړیوالو اصولو د ملاتړ ترڅنګ د چین د نړیوال امنیت د نوښت هرکلی کړی او عملي کولو لپاره یې چمتوالی ښودلی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د غونډي په ترڅ کې د چین د “یو کمر بند، یوه لار” پروژې د لا ژوروالي او متقابلو ګټمنو پروژو پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.
د چین او منځنۍ اسیا هېوادونو پرېکړه کړې، چې د نړیوالۍ انرژۍ او خوړو د خوندییتوب د تامین، د ټرانسپورټي او لوژیستیکيي لارو د پراخولو او د اړینو توکو د عرضه کولو په برخو کې به ګډې هڅې لا پیاوړې کړي.