د ایران په بندر عباس کې د چاودنې له امله څلور کسان ووژل او ۵۶۱ ټپیان شول

د ایران د ژغورندویه او مرستندویه ادارې مشر بابک محمدي وايي، په بندر عباس کې د چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي او ۵۶۱ ټپیان دي.

د ایران د ژغورندویه او مرستندویه ادارې مشر بابک محمدي وايي، په بندر عباس کې د چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي او ۵۶۱ ټپیان دي.
دې چاودنه کې د بندر عباس ټولې بندري ودانۍ زیانمنې شوې او وېره شته چې ځینې کارمنان او خلک به تر ودانیو لاندې وي.
ایراني چارواکي وايي، چاودنه د تېلو ډېپو کې شوې ده، خو لامل یې مالوم نه دی.
چاودنه دومره زوروره وه چې تر څو کیلومترو لرې یې هم ودانۍ زیانمنې کړې دي.
د ایران جمهوري اسلامي خبري رسنۍ د دې هېواد د بېړنیو حالاتو ویاند بابک یکتاپرست به حواله لیکلي چې تر اوسه پورې ۱۵ امبولانسونه او څلور بس امبولانسونه د پیښې ځای ته د زخمیانو د لېږدولو لپاره استول شوي دي.
هغه د دې پېښې د مقابلې لپاره ځانګړي ترتیباتو ته په اشارې سره وویل: د شیراز بېړنۍ خونه هم په بشپړ ډول چمتو شوې او د احتمالي ټپیانو د منلو لپاره اړین ترتیبات یې نیولي دي.
هغه همدراز وویل د ژغورنې بېړنۍ چورلکه له لارستان څخه د زخمیانو د مرستې لپاره تللې ده.
تر اوسه ایراني چارواکو د چاودنو د څرګندوالي په اړه کوم جزییات نه دي ورکړي.
له دې پېښې سره هممهاله د امریکا او ایران استازي په عمان کې خبرو ته جرګه دي.


د ایران او امریکا لوړپوړو مرکچیانو د شنبې په ورځ په عمان کې د اټومې خبرو دریم پړاو پیل کړ، چې د تهران د اټومي پروګرام د محدودولو په اړه د یوې نوې هوکړې لپاره واټن راکم کړي. په عمان کې تر اوسنیو خبرو مخکې دوی روم کې تېره او دویمه ناسته ګټورې بللې وه.
د رویټرز د راپور له مخې ټاکل شوي ده، نن د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د منځني ختیځ په چارو کې د ټرمپ د ځانګړيي استازي سټیو وټکوف سره د عماني منځګړو له لارې غیري مستقیمي خبرې وکړي.
پر همدغه مهال د ایران دولت خبري اژانس ایرنا د شنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو درېیم پړاو رسما د عمان په پلازمېنه مسقط کې پیل شوی دی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
د ایراني پلاوي یوې سرچیني رویترز ته ویلي، چې د خبرو په لومړي پړاو کې کارپوهانو د چوګاټ جوړولو لپاره سره کتلي دي.
امریکا او ایران ټینګار کړی، چې ډیپلوماسۍ ته ژمن دي، خو لا هم د اوږدې مودې شخړې پر سر پراخ مخالفتونه شتون لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د خپلې دویمې دورې له پیله یې د نړۍ د ستر بحرانونو د حل لپاره هڅې پیل کړي، د ټایم مجلې سره په مرکه کې ویلي:«زه فکر کوم موږ به له ایران سره یو تړون ته ورسېږو.» خو په ورته مهال یې ګواښ کړی چې که ډيپلوماسي ناکامه شي، د پوځي اقدام چانس شته.
ټرمپ د خپلې دویمې دورې له پیله پر ایران د "زیات فشار" تګلاره بیا فعاله کړې ده. نوموړي په ۲۰۱۸ کال کې د ایران او شپږو نړیوالو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون لغوه کړ او پر ایران یې بیا سخت بندیزونه ولګول.
له ۲۰۱۹ کال راهیسې ایران د تړون محدودیتونه مات کړي او د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې د راپور له مخې، ایران خپل یورانیم تر ۶۰ سلنې خالصوالي پورې غني کړی چې دا کچه د وسلو د جوړولو لپاره ۹۰ سلنه نژدې ده.
پر همدغه مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې له هر نوي تړون سره ایران باید د یورانیمو غني کول بشپړ بند کړي.
ایراني چارواکو ویلي چې تهران چمتو دی ځینې محدودیتونه ومني، خو د غني کولو د برنامې پای ته رسول یا د غني شویو یورانیمو تسلیمول د دوی "سرو کرښو" برخه ده او هیڅ ډول جوړجاړی پرې نه کوي.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب سره تړلی تسنیم خبري اژانس، وايي، د دغه هېواد د بندر عباس په رجايي بندر کې د تېلو زېرمه کې چاودنه شوې او تر څو کیلومترو لرې یې د ودانیو شیشې ماتې کړې دي. له دې پېښې سره هممهاله د امریکا او ایران استازي په عمان کې خبرو ته جرګه دي.
د تسنیم خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ نن شنبې د ماسپښین پرمهال په بندر عباس کې یوه زوروره چاودنه وشوه، چې د څو کیلومترو په حدودو کې یې د ودانیو ښیښې ماتې کړې.
په دې پېښه کې د بندر عباس د ګمرکونو تالار زیانمن شوی او کړکۍ یې ماتې شوې دي.
د بندرونو د ادارې مرستیال اسمعیل ماکزاده ویلي، چاودنه د راجايي بندر په یوه برخه کې شوې او اور وژونکي دا مهال د اور په مړولو بوخت دي.
د تسنیم د خبر له مخې اوس د بندر فعالیتونه ځنډول شوي ترڅو وضعیت ژر تر ژره د امنیتي او مرستندویه ځواکونو لخوا کنټرول شي.
تر اوسه د چاودنې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼه وايي، د مایکل الکساندر ګلاسیو په نوم امریکايي وګړي چې د مرکزي استخباراتو ادارې (سي ای اې) د ډیجیټل نوښت برخې د مرستیالې جولین ګالینا زوی بلل کېږي، د ۲۰۲۴کال د اپریل په څلورمه د اوکراین په ختیځ کې «د روسیې د قراردادي جنګیالي په توګه وژل شوی دی.»
ګارډین ورځپاڼې د څېړنیزې وېبپاڼې iStories په حواله لیکلي دي، چې ۲۱ کلن ګلاس د اوکراین په ختیځ کې هغه مهال ووژل شو چې د روسیې د پوځ لپاره یې د یوه قراردادي جنګيالي په توګه جګړه کوله.
د iStories ویبپاڼې په راپور کې راغلي، د روسیې د نظامي ګمارنې له مرکزونو د افشا شویو معلوماتو پراساس، ګلاس یو له ۱۵۰۰ بهرنیو وګړو و، چې د ۲۰۲۲ کال له فبروري راهیسې یې د روسیې له اردو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي دي.
سرچینې iStories ته وویل، « د CIA د مرستیالې زوی د ۲۰۲۳کال په دسمبر کې ضربتي ټولي ته ګمارل شوی و؛ دا ټولي معمولاً د سختو جګړو په لومړۍ کرښه کې موجود وي.»
د هغه یوه نږدې ملګري هم دې وېبپاڼې ته ویلي، چې ګلاس ډېری وخت د فلسطین په اړه ویډیوګانې کتلې او د «بشري حقونو» په نوم د امریکا پر دوه ګونو پالیسیو ډېر غوسه و.
هغه زیاتوي، "موږ نه پوهیږو چې هغه په جګړه کې برخه اخیستې وه او که نه. دوی نور دقیق معلومات نه لري."
د هغه په وينا، ګلاس تل د امريکا پر وړاندې د جګړې د لارې په لټه کې و او بالاخره يې د روسيې او اوکراين په جګړه کې د ګډون پرېکړه وکړه، چې له همدې امله روسيې ته ولاړ او ووژل شو.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هند ته د پهلګام پېښې په تړاو په بې پرې څېړنو کې د همکارۍ وړاندیز وکړ. هغه خبرداری هم ورکړ، چې که هند کوم نظامي ګام واخلي، نو ورته ځواب به وګوري.
د پاکستاني رسنۍ اې ار واې د راپور له مخې، د دغه هیواد لومړي وزیر شهباز شریف له نظامي زده کړو څخه فارغو شویو ته په وینا کې وویل: «پاكستان تل د هر ډول ترهګرۍ غندنه كړې، پاكستان د ترهګرۍ په ضد جګړه كې ځاني او مالي درانه زيانونه ګاللي دي، امن زمونږ ترجيح ده خو كمزوري نه ده.»
هغه هند ته وړاندیز وکړ، چې پاکستان چمتو دی د پهلګام پېښې په بې پرې پلټنه کې همکاري وکړي او زیاته یې کړه «سوله زموږ هیله ده، خو باید کمزوري ونه ګڼل شو. موږ به د ملي وقار او ګټو پر وړاندې د هرې هڅې په وړاندې مبارزه وکړو.»
شهباز شریف د خپل لومړي مرستیال اسحاق ډار د کابل سفر ته په اشارې سره وویل، له افغانستان سره د سولې او ثبات غوښتونکي دي، او همدا راز یې پر طالبانو غږ وکړ چې باید د ترهګرو لهخوا د خپلې خاورې د استفادې مخه ونیسې.
د هند او پاکستان اړیکې له هغې وروسته ترینګلې او په تاوتریخوالي بدلې شوې، چې د اپرېل پر ۲۲مه د هند تر واک لاندې کشمیر کې وسله والو ۲۶ هندي سېلانیان ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.
د هندي کشمیر سیمه ییزو پولیسو ادعا کړې، چې په یاد برید کې له ښکېلو دریو کسانو یې دوه پاکستاني وګړي دي.
خو پاکستان بیا له دې برید سره هر ډول تړاو رد کړی.
هند بیا د دغې پېښې په غبرګون کې د ۱۹۶۰ کال د پاکستان او هند ترمنځ د اوبو د وېش تړون (د سند تړون) ځنډولی او همدا راز دواړو هېوادونو خپلې سفارتي او ډېپلوماټیکو اړیکو کې کموالی راوړی دی.
که څه هم هند او پاکستان د کشمیر پر سر یو پخوانی اوربند لري، خو وخت ناوخت دواړه لوري یو پر بریدونه ترسره کوي.
دواړه هېوادونه کشمیر د خپلې خاورې برخه ګڼې او تر دې دمه یې درې وسله والې جګړې کړې، چې دوه یې د همدې لانجمنې سیمې پر سر رامنځته شوې وې.

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې هندي اوپاکستاني ځواکونو نن «شنبه» بیا په کشمیر کې د دواړو هیوادونو ترمنځ پولې ته څېرمه، یو پر بل ډزې کړې او لا هم حالت کړکېچن دی.
یاد اژانس د هندي پوځ له قوله راپور ورکړی، چې د جعمې په شپه پرې پاکستاني پوځیانو «بې دلیله» ډزې کړي او دوی یې ځواب ورکړی.
د رامنځته شوې نښتې په لړ کې د ډزو لړۍ نن د شنبې په ورځ د (غوایي ۶مه) هم روانه ده.
هندي پوځ زیاته کړې، چې د پاکستاني ځواکونو له لوري پر پوله «پاروونکې» ډزې شوي، خو دوی ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د پاکستان پوځ لا تر اوسه پورې په دې تړاو هېڅ ډول څرګندونې نه دي کړي.
د هند او پاکستان اړیکې تر هغه وروسته په تاوتریخوالي بدلې واوښتې، چې د اپرېل پر ۲۲مه د هند تر واک لاندې کشمیر کې وسله والو د یوه برید پر مهال ۲۵ هندي سېلانیانو ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.
د هندي کشمیر سیمه ییزو پولیسې ادعا کړې، چې په یاد برید کې درې کسان ښکېل وو چې دوه یې پاکستانیان دي.
پاکستان بیا له دې برید سره هر ډول تړاو رد کړی او د دفاع وزیر یې خواجه اصف په دې تړاو د نړیوالو څېړنو غوښتنه کړې، څو د برید څرنګوالی په ډاګه کړي.
تر برید وروسته، دواړو هېوادونو د یو بل پر ضد ځینې جدي اقدامات وکړل.
پاکستان د هند پر الوتکو خپل هوايي حریم تړلی او هند بیا د ۱۹۶۰ کال د اوبو د وېش تړون (د سند سیند تړون) ځنډولی دی. همدا راز دواړو هېوادونو خپلې سفارتي او ډېپلوماټیکو اړیکو کې هم کموالی راوړی دی.
که څه هم هند او پاکستان د کشمیر پر سر یو پخوانی اوربند لري، خو وخت ناوخت دواړه لوري یو پر بل ډزې کوي.
دواړه هېوادونه کشمیر د ځان برخه بولي او تر دې دمه یې له یوه بل سره درې وسله والې جګړې کړې، چې دوه هغه یې د همدې لانجمنې سیمې پر سر وې.