د افغانستان الف لوبډلې د سریلانکا د الف لوبډلې پر وړاندې د ټېسټ سیالیو لپاره تمرینات و کړل

د افغان ابدالیانو (الف) کرېکټ ملي لوبډلې د سریلانکا له الف لوبډلې سره د را روانې څلور ورځنۍ (ټېسټ) سیالیو لپاره د بشپړ چمتوالي په موخه تمرینات ترسره کړي. یادې سیالۍ به د را روانې سې شنبې په ورځ پیل شي.

دغه سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربتوب ترسره کېږي.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان الف لوبډله به د روانې اپرېل میاشتې په ۲۹مه نېټه د یادې لوبډلې پر وړاندې څلور ورځنۍ لوبه پیل کړي، چې د راتلونکې مې میاشتې تر دویمې نېټې پورې به دوام وکړي.

کرېکټ بورډ ویلي، چې د دغه سیالۍ لپاره د ټېسټ سیالیو نوي لوبغاړي د افغان ابدالیانو لوبډلې سره یو ځای شوي دي.

تر دې وړاندې د سریلانکا الف ملي لوبډلې د افغانستان په کوربتوب د اکسپلور درې اړخیزه یو روځنیو سیالیو کې اېرلېنډ الف لوبډلې ته په ماتې ورکولو اتلولي ګټلې ده.

په دغو سیالیو کې سریلانکا افغان ابدالیانو ته دوه ځلې ماتې ورکړه.