د غزې پر تړانګې د اسراییلي ځواکونو په وروستیو هوايي بریدونو کې ۵۶ فلسطینیان وژل شوي

د غزې د روغتیا وزارت وایي، چې د غزې پر تړانګې د اسراییلي ځواکونو په وروستیو هوايي بریدونو کې ۵۶ فلسطینیان وژل شوي دي دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د روانې جګړې د قربانیانو شمېر ۵۱،۴۹۵ تنو ته رسېدلی دی.

دغه وزارت د شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۸ نور ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي، چې د ټپیانو مجموعي شمېر یې ۱۱۷،۵۲۴ تنو ته لوړ شوی دی.

یاد وزارت زیاتوي، چې ګڼ شمېر کسان لا هم د ورانو شویو ودانیو تر خاورو لاندې او پر سړکونو بند پاتې دي، خو د خرابو شرایطو له امله ژغورونکي تر هغوی رسېدلای نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مارچ په ۱۸مه نېټه اسراییلي ځواکونو د غزې پر تړانګې ناڅاپي هوايي بریدونه په داسې حال کې پیل کړل، چې د جنورۍ میاشتې څخه اوربند او د بندیانو د تبادلې هوکړه نافذه وه.

دغو بریدونو تر اوسه ۲،۱۱۱ تنه وژلي او ۵،۴۸۳ نور یې ژوبل کړي دي.

تېر کال د نړۍوالې جزایي محکمې (ICC) له خوا د اسراییل پر لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه پر پخواني دفاع وزیر د غزې جګړې په تړاو د جنګي جنایتونو او بشریت ضد جرمونو تور پورې شوی وو او د نیولو حکمونه یې هم صادر شول.

همداراز، اسراییل دا مهال په نړۍواله محکمه (ICJ) کې د غزې پر تړانګې د جګړې له امله د نسل وژنې له یوې رسمي قضیې سره مخ دی.