قزاقستان د ۵۰۰ میلیون ډالرو په پانګونه د افغانستان له لارې نړۍوال ترانزیت ته لار پرانیزي

د قزاقستان د حکومت د مطبوعاتي خدماتو د راپور له مخې، قزاقستان به په افغانستان کې د تورغونډۍ-هرات-کندهار-سپین بولدک د اورګاډي پټلۍ په جوړولو کې برخه واخلي.

دواړو هېوادونو د قزاقستان د ملي اقتصاد د وزیر سیرک ژومنګرین د کابل د سفر په جریان کې د همکارۍ یو تړون لاسلیک کړ.
د دغه تړون له مخې، تمه کیږي چې دواړه خواوې به د ترانسپورت او لوژستیک په برخه کې د همکارۍ تړون لاسلیک کړي. بیا به د تورغونډۍ-هرات د اورګاډي پټلۍ د جوړولو کار د اړتیا وړ زیربناوو او په هرات کې د لوژستیک مرکز سره یوځای پیل شي.
د راپور له مخې ویل شوي چې قزاقستان د دې پروژې لپاره لویې هیلې لري، ځکه چې دا پروژه کولی شي د مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ د ترانسپورت اړیکې د پام وړ پراخې کړي او د هند سمندر په اوږدو کې بندرونو ته لاسرسی پرانیزي. ټاکل شوې ده چې دا نوې ریل پټلۍ د افغانستان له لارې د یو مهم نړیوال ترانسپورت دهلیز برخه شي، چې سویل ته د کارګو لیږد اسانه کړي.
د پروژې د اسانتیا لپاره، د افغانستان، قزاقستان او ترکمنستان د اورګاډي شرکتونه به د آستانه نړیوال مالي مرکز (AIFC) په ساحه کې یو ګډ شرکت جوړ کړي.
که څه هم قزاقستان په دې پروژه کې د خپلې پانګونې کچه نه ده مشخص کړې، خو د افغانستان حکومت راپور ورکړی چې آستانه چمتو دی چې د اورګاډي پټلۍ د جوړولو لپاره ۵۰۰ ملیون ډالر ځانګړي کړي.
تمه کیږي چې دا نوې پروژه به په افغانستان کې د مخابراتو وړتیاوې هم ښې کړي، ځکه چې قزاقستان پلان لري چې د اورګاډي پټلۍ په اوږدو کې د فایبر آپټیک کیبل وغځوي ترڅو نږدې سیمې د لوړ سرعت انټرنیټ سره وصل کړي.
قزاقستان هم غواړي چې له افغانستان سره د اړیکو په پراخولو سره په کور دننه تولید شوي موټرې او بسونه افغانستان ته ورسوي، مستقیم الوتنې پیل او افغان زده کونکو ته د قزاقستان په پوهنتونونو کې تخنیکي زده کړې ورکړي. سربېره پردې، قزاقستان د افغانستان د معدني زیرمو په پراختیا کې لیوالتیا ښودلې او افغانستان ته د توکو رسولو لپاره یې د ۱۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړي دي.