روسیې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې پاکستان ته له سفر ډډه وکړي

د ډیلي او اسلام اباد له اړیکو تر ترينګلتيا وروسته په پاکستان کې د روسیې سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې پاکستان ته دله سفر ډډه وکړي. د روسیې سفارت خپلو وګړو ته ویلي، چې وضعت عادي شوی نه وي، تر هغه دې دغه هېواد ته تګ راتګ نه کوي.

په اسلام اباد کې د روسیې سفارت د جمعې په ورځ په یوې خبرتيا کې له خپلو اتباعو غوښتي، چې پاکستان ته دي سفر نه کوي.

سفارت د دواړو هېوادونو د اړیکو د ترينګلتیا او د یو شمېر چارواکو له جګړیزو څرګندونو وروسته دغه اقدام کوي.

په هندي کشمېر کې پر سیلانیانو تر برید وروسته چې ۲۶ تنه په کې ووژل شول د دواړو هېوادونو اړیکې بیا ځلي ورانې شوې.

ډیلي په دې بريد کې د پاکستاني ډلو لاس ګڼي او د غچ اخیستلو خبردارۍ ورکوي؛ خو د پاکستان سنا وايي، که هند د پاکستان په وړاندې هر ډول تېروتنه یا اقدام وکړي، پاکستان به ورته، پیاوړی او پرېکند ځواب ورکړي.

دواړو هېوادونو يو پر بل بندیزونه هم لګولي.

هند او پاکستان له خپلو هېوادونو یو د بل ډېپلوماټانو، اتشو او یو شمېر سلاکارانو ته هم خبردارۍ ورکړی او ټاکلې نېټه يې ورښودلې، چې ووزي او خپلو هېوادونو ته لاړ شي.

په دواړو هېوادونو کې ځواکونه د چمتووالي په حالت کې دي.