پر دېوالونو د شعارونو کمپاین؛ د افغان ښځو غږ په نړۍواله کچه لوړ شوی

په داسې حال کې چې افغان ښځې د طالبانو له سختو ځپونکو محدودیتونو سره مخ دي، د «ارغواني شنبو» په نوم د افغان ښځو غورځنګ په هېواد کې دننه او بهر خپلو اعتراضي فعالیتونه دوام ته ورکړی دی.

ګلوبل ایشوز وېب‌پاڼې په یوه راپور کې ویلي، دغه غورځنګ په پټ ډول فعالیت لري چې د نړۍوالو رسنیو او سیاست‌والو پراخه پاملرنه یې راجلب کړې ده.

په راپور کې راغلي، نوموړي غورځنګ د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۷مه، د کابل له پرځېدو دوه ورځې وروسته تاسېس شوی او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو د سېستماتیک ظلم پر وړاندې د ښځو د مدني مبارزې سمبول ګرځېدلی دی. د ارغوانې شنبو غورځنګ فعالانې د طالبانو له‌خوا د شته امنیتي ګواښونو سربېره، په بېلابېلو بڼو فعالیت کوي. پر «دېوالونو شعارونه لیکل، انلاین کمپاینونه، مقالې لیکل، او په تړلو ځایونو کې انفرادي اعتراضي غږ پورته کول» د دغه غورځنګ مهم فعالیتونه بلل شوي دي.

ګلوبل ایشوز وايي، د دغه غورځنګ دښځو غږ په نړۍواله کچه تر بل هر وخت ډېر اورېدل کېږي. په دې وروستیو میاشتو کې د نړۍوالو بنسټونو، اروپایي هېوادونو او د بشري حقونو سازمانونو له‌خوا د سمبولیک او سیاسي ملاتړ راپورونه خپاره شوي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په افشاکېدو کې د «ارغواني شنبو» غورځنګ پر اغېزمن رول ټینګار کوي.

د دغه غورځنګ مشرې مریم معروف اروین له بهرنیو رسنیو سره په مرکه کې ویلي: «د افغان ښځو په استازولۍ موږ نړۍ ته د مبارزې، استقامت او عدالت پیغام ورکوو. زموږ فعالیتونه یوازې سړکونو پورې محدود نه دي، بلکې موږ خپل غږ هر ځای چې امکان ولري پورته کوو.»

په راپور کې ویل شوي چې دغه غورځنګ په درېیو اساسي شعارونو «حقوق، عدالت او ازادۍ » ټینګار لري او د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سېستماتیک تبعیض د پای ته رسېدو، د ښوونځیو د بیا پرانیستلو، خدماتو ته د برابر لاس‌رسي او د دغې ډلې د انحصاري رژیم د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.

سره له دې چې په افغانستان کې د معترضو ښځو لپاره د بند، شکنجې او جنسي‌ځورونې ګواښ ډېر لوړ دی، خو ګلوبل ایشوز په خپل راپور کې ویلي چې دغه غورځنګ د خوندي تګلارو په کارولو سره، لکه فردي فعالیتونه، په ټولنیزو رسنیو کې حضور او له نړۍوالو رسنیو د سره د خپلو اړیکو له لارې هر وخت خپل پیغام خپروي.