ولې خوشاله نه یوو، ایا ځیني خلک په رښتیا خوشاله دي، که یې تمثیل کوي؟
کله مو له ځان سره دا فکر یا مو حس کړې چې قلباً خوشاله نه یاست یا هم ذهن او زړه مو دومره نارامه دی چې تل په پرېښانیو او خپګان کې یې؟ یا کله چې سهار له خوبه پاڅې دا حس کوئ چې «بیا سهار شو، بیا تکراري د ژوند چارې او ستومانه زه.»
د ملګرو ژوند یا هم په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو انځور شوي ژوند حسرت مو خوړلی داسې مو له ځان سره ویلي چې دا خلک څنګه په خپل ژوند کې دومره خوشاله دي یا هم څنګه دوی دومره خوشاله ژوند کولی شي او بیا دې ځان ته کتلي وي چې «زه یې ولې نه شم کولی؟ زه ولې تل خفه یم؟»
ایا له نورو سره مو ځان پرتله کړی چې تر تا ولې دوی ښایسته دي او ته بدرنګه/ بدرنګ یې؟ دوی ولې بریالي دي او ته د دوی په څېر نه یې؟
داسې په سلهاو پوښتنې ممکن تاسو له ځان څخه کړې وي او که د ټولو ځواب «هو» وي نو دا لیکنه ستاسو لپاره ده.
خوښي ترلاسه کیږي او هغه خوښي چې دوام لري، د عادتونو له لارې لاسته راوړل کېږي. ډېروخوشاله خلکو دا زده کړي چې څنګه داسې عادتونه غوره کړي چې هره ورځ یې خوښ وساتي. دا عادتونه دوی ته هدف، ارامښت او په ځانباور وربخښي.
د نویو عادتونو د تل لپاره خپلول سخت دي، خو د هغو عادتونو پرېښودل چې انسان ناهیلی کوي، ډېر اسانه دي. دا بد عادتونه زموږ ذهن له انرژۍ خالي کوي او ژوند تهیې خوند نه پرېږدي. خو که پوه شو چې کوم عادتونه موږ ځوروي، کولی شو له خپل ژوند څخه یې لرې کړو.
ډېر داسې بد عادتونه شته چې خلک ناهیلې کوي. که لاندې بد عادتونه پرېږدې، نو ژر تر ژره به د خوښۍ احساس وکړې. راځه دا بد عادتونه یو له بله سره وپېژنو او پرې یې ږدو:
له منفي خلکو سره ناسته پاسته کول
شکایت کوونکي او منفي خلک ستونزې خوروي، نه حللارې. هغوی غواړي خلک د خپل ناورین برخه کړي چې خپل حال ورسره ښه کړي. که ته شاوخوا داسې خلک لرې چې تل د ستونزو خبره کوي او هېڅ حللار نه لري، نو ورته ووایې چې راځې د حل لپاره یې هڅه وکړ، که یې هڅه ونه کړه او چپ پاتې شو ځان ترې لرې کړئ. ځکه چې منفي انرژي خپروي.
خپله شاوخوا له داسې خلکو څخه ډکه کړئ چې ستاسو لپاره الهام بښوونکي وي، نه دا چې تاسو ته منفي انرژي درکړي.
خپل ژوند د نورو د ټولنیزو رسنیو له ژوند سره پرتله کول
یوه څېړنه ښيي، هغه خلک چې یوه اونۍ له فېسبوک پرته ژوند کوي، تر نورو ډېر د خوښۍ احساس کوي. ټولنیزې رسنۍ اکثره وخت حقیقت نه ښيي، بلکې د خلکو له خوا "فلټر شوی" ژوند ښيي. یو څوک چې د رخصتیو انځورونه خپروي، شاید د زړښت له احساس یا خفګان سره هم لاس او ګرېوان وي. د نورو بېروني بڼه له خپل داخلي واقعیت سره مه پرتله کوه.
ته له بل هېچا کم نه یې، ته چې څنګه یې ډېر ښه یې، په ځان باور ولره.
د حیرانتیا پر وړاندې بې تفاوته اوسېدل
هره ورځ شاوخوا ډېر حېرانوونکي پېښې مو شاوخوا پېښیږي. خو موږ دومره خپل نارمل ژوند کې عادت یوو چې نور مو هېڅ شی نه شي حیرانولی. تاسو به ډېر کله ماشومان لیدلي وي چې د الوتکې غږ ته حیران شوي وي، یا د باران څاڅکو احساسول، پلي تګ کول، کافي څښل، د خوښې شخص سره خبرې کول، د کتابونو لوستل، د فلم لیدل یا هم د نویو ځایونو او پارکونو لیدل دا تر ډېره هغه څه دي چې تاسو کې د حیرانتیا حس زېږوي.
د خوښې لپاره له ځان سره تمرین وکړه، سهار چې له خوبه پاڅیږې ښکلې لمرینې هوا ته وګوره او ووایه: «واه! د لمر وړانګې څومره ښکلې او زړه راښکونکې دي.»
یوازیتوب
ناخوښ خلک اکثراً یوازې وي، خو څېړنې ښيي چې دا تر ټولو بده لاره ده. ټولنیز تعامل، حتا که زړه دې هم نه وي، د مزاج ښه کولو لپاره مهم دی. کله چې چاته یو پیغام استوې، یا پر چا سلام اچوې، دا کوچني کارونه ستا رواني حالت بدلولی شي. له ملګرو سره چکر ته وتل، له کورنۍ سره ګډ خواړه خوړل، یا له ګاونډي سره لنډه احوالاخیستنه ټول ستا مزاج ته خوښي بښي. که یوازې یې، نو له ځان سره ژمنه وکړه چې نن به یوه ملګري ته زنګ وهې، خبرې به کوې یا به هم ورسره ګورې.
پر نوروپړه اچول
که تل پر نورو یا شرایطو پړه اچوې، دا معنا لري چې د خپل ژوند کنټرول په لاس کې نه لرې. کله چې ځان د قرباني په توګه ګڼې، نو خپل ځواک له لاسه ورکوې. خو که ته خپله دا ومنې چې ته غوره یې دا به درته ازادي درکړي او بریا ته دې رسوي د ستونزو پر وخت له ځان څخه دا وپوښتئ: «زه څنګه دا حالت بدلولی شم؟»
نور کنټرولول
یوازې یو کس شته چې ته یې کنټرولولی شې او هغه ته یې! که هڅه کوې نور کنټرول کړې، دا به ستا پر احساساتو بد اغېز وکړي. کنټرول نه، مګر همغږي غوره ده. خلک خپلواک دي او هر څوک خپله لاره لري. د کنټرول پر ځای باور پرې وکړه او د اعتماد فضا رامنځته کړه.
شکایت کول
شکایت کول یوه منفي کړنه ده. که تل د بدو شیانو یادونه کوې، منفي احساسات دې نور هم قوي کېږي. هر وار چې شکایت کوې، ذهن دې هماغې ستونزې ته په بیا-بیا وړي. د شکایت پر ځای پرحل لارې خبرې وکړه. د مثبت فکر تمرین کول، لکه شکر اېستل، کولی شي تاسو ته خوښي درکړي.
د خلکو د تاثیر لاندې راتلل
د ښکلي موټر، لباس یا نوم له امله به خلک درسره ښې اړیکې ونیسي، مګر دا په دې مانا نه ده چې دوی تا خوښوي هڅه وکړئ داسې کسان ومومې چې ته څنګه یې، همغسې دې خوښ کړي. کله چې ته له خپل ځان سره رښتینی وې، اصلي خلک به ستا خوا ته راشي. هغوکسانو پسې مه ګرځه چې غواړي تا بدل کړي، بلکې له هغو سره وخت تېر کړه چې ته څنګه یې، ستا هماغه بڼه خوښوي. تاته په ځان باور درکوي نه بې باوري، فشار او خفګان.
ته باید پوه شې ته چې څنګه یې ډېره/ ډېر ښه، ښکلې/ ښکلی یې.
منفي فکرونه
منفي لیدلوری، یواځې حالت نه خرابوي، بلکې دا هغه وړاندوینه ده چې که د بدو تمه لري بد به درسره کیږي او که د ښه تمه لرې ښه به درسره کیږي. ذهن د باغ په مثال دی، که باغ کې ګلونه وه کړئ، نو ښه ګلونه له وه وینئ. تل باید واقعیت ته وګورئ ډېری وخت حالت دومره بد نه وي.
هره ورځ د یو ښه فکر تمرین وکړه، دا به درسره مرسته وکړي چې ژوند ته مثبت نظر ولرې.
هدف نه لرل
هدف لرل هیله پیدا کوي. که هدف ونه لرې، ژوند یو ډول ناخونده درباندې تېریږي. هدف درته لاره درښيي، جهت درکوي او دلیل درکوي چې ولې سهار له خوبه پاڅې. دا هدف ممکن کوچنی وي، لکه هره ورځ کتاب لوستل، یا ستر وي، لکه یوه پروژه پای ته رسول. خو هر ډول چې وي، هدف درته خوښي او معنا بښي.
وېرې ته نه تسلیمېدل
وېره د تصور محصول دی، نه حقیقت. خوشحاله خلک دا درک کوي چې وېره باید ماته شي. که ته وېره ومنې، وده نه شې کولای. د وېرې مقابله دا احساس درکوي چې ته ژوندی یې، فعال یې او خپلواکه یې. له خطرونو نه وېره مه کوه، له هغه ژوند نه وېره وکړه چې هېڅ احساس پکې نه وي.
له حال څخه تېښته
تېر او راتلونکی، دواړه فکر وکړه مانا نه لري. نه پښېماني تېر بدلولی شي، نه اندېښنه راتلونکی. خو اوس هماغه یوازینی وخت دی چې ته پکې ژوند کولای شې. هر ځل چې ته له حال نه تېښته کوې، له خپل ژوند نه تېښته کوې. د اوسني وخت قدر وکړه، ځکه چې ته په همدې حال کې خوښ او بریالی کیدلی شې.
منم چې د بدو عادتونو پرېښودل او د نویو عادتونو تمرین به لږ سخت وي، مګر ناممکنه نه دي. که له بدو عادتونو سره خدای پاماني وکړئ، د خوښۍ دروازې به ستاسو پر مخ پرانیستل شي.