د کانګرس غړی: شرع ټرمپ ته لیک کې له اسراییل سره د اړیکو غوښتنه کړې ده

د امریکا په ولسي جرګه کې د فلوریډا جمهوري غوښتونکي استازي او د ډونالډ ټرمپ نږدې متحد کوري میلز ویلي، چې د سوریې موقت ولسمشر احمد شرع ورته ویلي، چې هغه د سوریې او اسراییل ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره د «ابراهیم تړون» سره یوځای کیدو ته لیوال دی.

ميلز دا هم ويلي، چې هغه د احمد شرع یو شخصي لیک لري، چې ډونالډ ټرمپ ته یې رسوي.

کوري ميلز د پنجشنبې په ورځ بلومبرګ نیوز ته وویل، هغه تیره اونۍ د غیر رسمي حقیقت موندنې ماموریت په ترڅ کې دمشق ته سفر کړی و، چې د سوریايي - امریکایانو د یوې اغیزمنې ډلې لخوا تنظيم شوی و.

د نوموړي په خبره، د سوريې له موقت ولسمشر احمد شرع سره یې شاوخوا ۹۰ دقیقې خبرې وکړې.

د بلومبرګ په خبر کې لیکل شوي، چې دغه سوریايي – امریکایي ډله هڅه کوي؛ امریکا قانع کړي، هغه سخت بنیزونه لرې کړي، چې د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد پر حکومت لګول شوي وو.

میلز د احمد شرع سره د لېدنې په اړه ویلي، چې د خبرو تمرکز یې دا و، چې سوریه په کومو شرایطو له اسرییل سره د اړیکو عادي کولو ته چمتوده.

هغه زياته کړه، چې په دليدنه کې د امریکا له خوا د هغو اقتصادی بندیزونو پر لرې کولو هم خبرې وشوې چې د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال لګول شوي وو.

میلز دا هم وویل، چې هغه د احمد شرع لخوا ډونالډ ټرمپ ته یو شخصي لیک هم له ځان سره وړی، خو د لیک د منځپانګې په اړه یې مالومات وړاندې نه کړل.

سپينې ماڼۍ تر اوسه د دې ليدنې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د میلز په خبره غواړي، چې د احمد شرع سره د لیدنې جزيات له ټرمپ او د سپيڼې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ته وړاندې کړي.

د احمدشرع یو سلاکار ویلي، چې هغه د دې ليدنې په اړه نه غواړی تبصره وکړي.

د بندیزونو د لرې کولو لپاره د امریکا شرایط

د ميلز په وینا، هغه د دې غونډې په جریان کې د ټرمپ ادارې لخوا له سوریې د بندیزونو د لرې کولو لپاره د غوښتنو بشپړ لیست وړاندې کړی دی.

د شرع اداره دامهال له سخت بشري او اقتصادي بحران سره مخ ده؛ هغه بحران، چې له یوې لسيزې زياتې کورنۍ جګړې له امله رامنځته شوی.

ځيني خلیجي عربي هيوادونو د سوريې د بیارغونې لپاره د مالي مرستو چمتوالی ښودلی؛ خو د امریکا بندیزونه د سوريې له حکومت سره د بشري مرستو پرته هر ډول اقتصادي تعامل منعه کوي.

میلز وايي د امریکا یو له اساسي شرطونو د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال د پاتې کيمياوي وسلو بشپړ له منځه وړل او له امریکا او عراق سره د ترهګرۍ په وړاندي په مبارزه کې د سوريې همکاري ده.

د هغه په خبره، د شرع اداره باید د سوريې په خاوره کې د بهرنيو جنګیالیو د شتون په اړه روښانه دريځ ولري او اسرایيلو ته امنیت ضمانتونه ورکړي.

د احمد شرع له لوري د امریکا د اندېښنو د لرې کولو لپاره چمتووالی

میلز بلومبرګ اژانس ته دا هم ویلي، چې احمدشرع د امریکا اندېښنو د حل لپاره ليواتیا ښودلې او زياته کړې یې ده چې که شرایط برابر شي سوريه د «ابرهیم تړون» سره یو ځای کېدو ته لېواله ده.

دغه تړون د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د اسراییل او یو شمېر عربي هېوادونو لکه (متحده عربي امارت) ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لامل شو.

سوریې او اسراییل په تېر کې یو د بل په وړاندي درې لویې جګړې کړې دي.

دمشق لا هم په بشپړ ډول د جولان لوړې برخې نیول غواړي، اسراییل دغه سیمه په ۱۹۶۷ کې اشغال او خپله خاوره یې بللې.

ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۹ کال کې جولان د اسراییل حاکمیت په رسميت وپېژاند.

میلز د شرع سره د خبرو اترو فضا «مثبته» وبلله او زیاته یې کړه، چې هغه د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد حسن شیباني سره هم ولیدل.

هغه وویل: «زه په احتیاط سره خوشبین یم او هیله لرم چې موږ کولی شو پرانیستې خبرې اترې ته دوام ورکړو.»

میلز، چې په عراق کې د ۲۰۰۳ د یرغل وروسته د امریکا په پوځ کې دنده ترسره کړې ویلي: «یو وخت المان او جاپان زموږ دښمنان وو، خو که ثبات ته رسیدل غواړو، باید دا پړاو تیر کړو.»

هغه زیاته کړه: «ما احمد شرع ته وویل، راځه، چې د دوو سرتیرو په څیر خبرې وکړو؛ د جګړې له ډګر حکومتدارۍ ته لیږد یوه ډیره ستونزمنه پروسه ده.»

که څه هم له بشارالاسد وروسته د څو اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزيران او د بايډن د ادارې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر دمشق ته سفر وکړ او له احمدشرع سره یې ليدلي؛ خو لا هم اندېښنې شته، چې شرع او د هغه سني متحدینو په لاسونو کې د واک تمرکز او د مذهبي اقلیتونو سره د چلند څرنګوالی څه ډول دی.