یورو ایشیا رېویو: طالبان یوازې یو مذهبي ډله نه بلکې یوه مافیایي شبکه هم ده

یورو ایشیا رېویو په یوه تازه مقاله کې ویلي، چې طالبان نور یوازې یوه مذهبي بنسټپاله ډله نه ګڼل کېږي بلکې په خبره یې، اوس د یو تنظیم شوي مافیایي شبکې په توګه عمل کوي. وايي، دغه ډله پر فساد سربېره د قاچاق له لارې بې شمېره عواید لاسته راوړي.

دې ډلې د زور، باج ‌اخیستنې، قاچاق، سېسټماټیک فساد او د عامه شتمنیو غصب له لارې یو داسې جوړښت جوړ کړی، چې موخه یې د قدرت او اقتصادي ګټو ساتنه ده، نه د اسلامي شریعت تطبیق.

د یور ایشیا رېویو ویب‌پاڼې د یوې مقالې پر بنسټ، طالبانو په افغانستان کې یو غیررسمي خو ډېر منظم سېسټم جوړ کړی، چې هم د عوایدو تولید کوي او هم ټولنیز کنټرول تامینوي.

دغه شبکه د سیمه ‌ییزو قوماندانانو، اقتصادي حلقو، د مخدره توکو قاچاقبرانو او د پیسو مینځلو شبکو نه جوړه ده، چې ټول د طالبانو له مرکزي جوړښت سره تړاو لري.

مقاله زیاتوي، طالبان د دې شبکې له لارې نه یوازې د هېواد د طبیعي سرچینو او تجارتي لارو کنټرول په لاس کې لري، بلکې له نړۍوالو جرمي ډلو سره هم امنیتي او اقتصادي اړیکې لري.

مقاله وړاندې کاږي، چې طالبان د عوایدو بیلابیلې سرچینې لري: «په ناقانونه ډول د سرو زرو، لیتیمو او لاجوردو کانونه استخراجوي، له خصوصي شرکتونو او ټرانزیټي لارو باج اخلي، په ګمرکونو کې له موټرچلوونکو او کاروبارونو پیسې ټولوي او همدارنګه د مخدره موادو او بشري قاچاق له لارې عواید ترلاسه کوي. دغه مالي سرچینې د دوی امنیتي دستګاه، تبلیغاتي شبکو او د مخالفینو د ځپلو لګښتونه تمویلوي.»

امنیتي شنونکي باور لري، چې د طالبانو جوړښت د یو عادي حکومت نه، بلکې د «مافیایي کارتیل» جوړښت ته ورته دی.

سره له دې چې دوی هڅه کړې مذهبي او دودیزه څېره وساتي تر څو په خلکو کې مشروعیت ولري، خو د دوی اصلي فعالیتونه پر اقتصادي ګټو، مادي منفعت او تسلط ولاړ دي.

د طالبانو اوسنی سیاسي جوړښت هم د شخصي وفاداریو، قبیلوي اړیکو او د اقتصادي ګټو د وېش پر بنسټ ولاړ دی، نه د وړتیا یا حکومتولۍ پر اصولو.

د یورو ایشیا ریویو مقاله خبرداری ورکوي، چې که نړۍوال تحلیلونه د طالبانو جرمي او مافیایي اړخ له پامه وغورځوي، نو دا به سټراټېژیکې تېروتنې رامنځته کړي.

نړۍواله ټولنه باید طالبان نه یوازې یو امنیتي یا سیاسي ګواښ، بلکې د یو منظم جنایي جوړښت په توګه وګوري چې د فساد او تور اقتصاد له لارې بقا ساتي.

د مقالې په پای کې راغلي تر هغې، چې د طالبانو مالي سرچینې بندې نه شي او دا جرمي شبکه له منځه لاړه نه شي، په افغانستان کې د یو شفاف، حساب ‌ورکوونکي او پر خپلو پښو ولاړ نظام جوړېدل ناشوني ښکاري.