د پهلګام برید وروسته د هند اپوزېسيون نیوکې؛ ایا مودي د دې پېښې مسوولیت پر غاړه اخلي؟
د هند مخالفو ګوندونو د هندي کشمير د سيلاني سيمې پهلګام کې د شوي بريد وروسته، د مودي پر حکومت سختې نیوکې کړي. کانګرس او مخالفو ګوندونو د استخباراتي او امنیتي ناکامۍ له امله د مودي حکومت تر پښتونو لاندې اوستی.
اپوزېسيون له حکومته پوښتي: «د پهلګام پېښه څنګه رامنځته شوه؟استخبارات څنګه پاتې راغلل؟ بريدګر څنګه له پولو واوښت؟ د ۲۶کسانو د وژنې مسؤول څوک دی؟ ایا د کورنيو چارو وزير امت شاه به استعفا ورکوي او لومړی وزير نريندرا مودي به د پېښې مسؤوليت پر غاړه واخلي؟
تر دې وړاندې، د چهارشنبې په ورځ د نوي ډهلي په پلازمېنه کې د دفاع وزير راج ناته سينګ په مشرۍ غونډه وکړه، چې پکې د هند حکومت پهلګام پېښه کې خپله استخباراتي او امنيتي ناکامي ومنله.
د هند دفاع وزير ومنله چې د پېښې اصلي لامل د امنيت او استخباراتو ناکامي وه.
د کورنيو چارو وزير امت شاه هم مجبور شو چې ومني: پهلګام کې شوې پېښه د امنيتي او استخباراتي ناکامۍ پايله ده.
کانګرس د دې امنيتي ناکامۍ اصلي مسوول د نريندرا مودي حکومت بللی. د کانګرس مشر راهول ګاندي وويل: ولې په پهلګام کې امنيتي تدابير نه وو؟
د سې شنبې په ورځ، جمو و کشمير په سيلاني سيمه پهلګام کې د ناڅرګندو وسلهوالو په ډزو کې ۲۶سيلانيان ووژل شول او ۱۲نور ټپیان شول.
د هندي چارواکو په وینا، د وژل شويو کسانو په منځ کې دوه بهرني سيلانيان او د هند د بحري ځواکونو يو افسر هم شامل دي. ويل شوي چې بهرنيان د ایټالیا او اسراییل اتباع وو.
ډیلي په دې بريد کې د پاکستاني ډلو لاس ګڼي او د غچ اخیستلو خبرداری ورکوي؛ خو د پاکستان سنا وايي، که هند د پاکستان په وړاندې هر ډول تېروتنه یا اقدام وکړي، پاکستان به ورته، پیاوړی او پرېکند ځواب ورکړي.
دواړو هېوادونو يو پر بل بندیزونه هم لګولي.
هند او پاکستان له خپلو هېوادونو یو د بل ډېپلوماټانو، اتشو او یو شمېر سلاکارانو ته هم خبردارۍ ورکړی او ټاکلې نېټه يې ورښودلې، چې ووزي او خپلو هېوادونو ته لاړ شي.