بشرا ګوهر د خواجه اصف څرګندونو ته: «اسامه بن لادن چا راوست او پناه یې ورکړه؟»
پښتنې سیاسي فعالې او د پاکستان د پارلمان مخکېنۍ غړې بشرا ګوهر د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف پر وروستیو څرګندونو توندې نیوکې کړي او پاکستان کې یې د «اسامه بن لادن د حضور مسوول» بللی دی.
نوموړې د جمعې په ورځ (اپرېل ۲۵مه) د خپلې اېکسپانې له لارې په یوه بیان کې د خواجه وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې لیکلي: «خواجه صیب، ته د دفاع وزیر یې، راته ووایه چې اسامه بن لادن چا دلته راوست او پناه یې ورکړه؟»
بشرا له امریکا متحدهایالاتو سره په سیمهییزو امنیتي پروژو کې د پاکستان رول او تړون ته د نیوکې ترڅنګ زیاته کړې: چا په سیمه کې د امریکا لپاره د ترهګریزو پروژو تړون لاسلیک کړ؟ دا یوه جدي مسئله ده چې باید حل شي.»
یادې پښتنې سیاستوالې ټینګار کړی چې دا ډول کړنو او پټو معاملو د پاکستان ملي حاکمیت کمزوری کړی او د دولتي بنسټونو پر وړاندې یې د ولس باور لهمنځه وړی دی. هغې لیکلي دي: «تاسو د هېواد حاکمیت تر پوښتنې لاندې راوستی او باید د دې مسئلو د وضاحت لپاره ځواب ووایئ.»
د پاکستان د پارلمان پخوانۍ غړې او سیاسي فعالې د دغه هېواد له حکومته غوښتي چې د دې پېښو په تړاو د روڼتیا موندنې لپاره یو خپلواک حقیقت موندونکی کمېسیون جوړ کړي او چارواکي مسوول وګڼي. بشرا ګوهر وايي: «ایا حکومت به د حقیقت موندنې کمېسیون جوړ کړي؟ ولس غواړي چې پر حقیقت پوه شي.»
بشرا ګوهر دا څرګندونې وروسته تر هغې کړي چې د پاکستان دفاع وزیر په یوه مرکه کې منلې چې هېواد یې تېرې درې لسیزې د امریکا لپاره د «ترهګرو» ملاتړ کړی دی. خواجه اصف زیاته کړې :«موږ د درېیو لسیزو لپاره د لوېدیځ او برېټانیا په ګډون د امریکا لپاره دغه ناپاکه کار کاوه.»
دا په داسې حال کې ده چې په کشمیر کې تر برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ ناندرۍ ډېرې شوې دي. پاکستان له هند سره د اوبو یو ګډ پخوانی تړون ځنډولی، ځمکنۍ لارې یې تړلې، د پاکستانيانو ویزې یې لغوه کړې او پاکستاني ډېټلوماټان یې له دغه هېواده شړلي دي.
ورته مهال، پاکستان هم د هند د اقدام پر وړاندې ورته غبرګون ښودلو سره هوايي حریم تړلو ترڅنګ هندي ډېپلوماټان له پاکستانه ایستلي او د هند وګړو لپاره وېزې یې لغوه کړې دي.