اېمل ولي خان: دعا به کوو او وسلې راپورته کول زمونږ کار نه دی
د خېبرپښتونخوا د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د هند او پاکستان کړکېچن وضعیت ته په اشارې وايي چې جګړه د عادي خلکو کار نه دی او مسوول بنسټونه باید د پوځي مداخلې د وړتیا او حدودو په هکله پرېکړه وکړي.
اېمل د جمعې په ورځ (اپرېل ۲۵مه) له پاکستانۍ ډان ورځپاڼې رسنۍ سره په مرکه کې په سیمه کې د ټولنیزو او سیاسي لومړیتوبونو د بدلون غوښتنه کړې او د تاوتریخوالي او جګړې پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
نوموړي زیاته کړې: «موږ د هغوی لپاره دعا کولای شو، روحیه ورکولای شو، خو نهشو کولای وسلې راپورته کړو. ولس دومره مه احساساتي کوئ چې بیا یې کنټرول نه شئ کړای.» دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د هند او پاکستان اړیکې یو وار بیا ترینګلې شوې دي.
د عوامي نېشنل ګوند مشر ټینګار کړی چې اصلي تمرکز باید د کاري فرصتونو پر رامنځتهکولو، پر سوداګریزې پراختیا او صنعت وشي. هغه وویل :«لومړیتوبونه بدل کړئ، د توپ پر ځای سړک او د ټانک پر ځای ښوونځي ته ترجیح ورکړئ.»
اېمل ولي خان د پاکستان او هند سولهییزې فضا رامنځتهکېدو ته په اشارې وویل: «که دواړه خواوې خپل لومړیتوبونه بدل کړي، نو د سولې او مینې فضا رامنځته کېدای شي.
د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې وروسته تر هغې کړکېچن وضعیت ته ورسېدې، چې دوه ورځې مخکې د وسلهوالو یوې ډلې په هندي کشمیر کې ۲۵هنديان او یو نیپالی وګړي وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.
همداراز، یو شمېر هندي رسنیو راپور ورکړی چې د هند او پاکستاني ځواکونو د کشمیر په کنټرول کرښه کې پر یو بل ډزې کړي دي.په دواړو هېوادونو کې ځواکونه د تیارسۍ په حالت کې دي او وېره شته چې ګوندې هند یو ځل بیا د پاکستان ځینې ښارونه په نښه کړي.