۴۹ بنسټونو امریکا ته د افغانانو د انتقال بهیر د بیا پیلېدو غوښتنه کړې
نږدې ۴۹ مدني بنسټونو، د ښځو د حقونو فعالو ډلو او د بشري حقونو سازمانونو د امریکا له بهرنیو چارو وزارت نه غوښتي، چې د افغان کډوالو د انتقال پروګرامونه بېرته پیل کړي. دغه بنسټونه وايي، د افغان کډوالو د منلو د پروسې بندېدل د امریکا له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي.
دغو بنسټونو، چې د افغان ښځو د اعتراضي غورځنګونو، مدني ټولنې او د بشري حقونو د فعالانو استازیتوب کوي، د غويي په ۳مه په یوه پرانېستي لیک کې د امریکا له بهرنیو چارو وزارت، مشرانو جرګې، کانګرس او اړوندو ادارو څخه د افغان کډوالو د ملاتړ په تړاو د عاجل اقدام غوښتنه کړې ده.
په لیک کې د پي۱، پي۲ او SIV کټګوریو د کډوالۍ دوسیو د ارزونې او انتقال پروسې د زیاتې سستۍ له امله اندېښنه څرګنده شوې.
دغو بنسټونو ویلي،چې د دې دوسیو لویه برخه ښځینه فعالانې، خبریالان، د بشري حقونو ملاتړي، د امریکایي پروژو کارکوونکي، ښوونکي، هنرمندان او نور له خطر سره مخ کسان جوړوي.
په لیک کې ویل شوي، چې د امریکا د کډوالۍ دوسیو لرونکي د ۱۹۵۱ کال د کډوالو کنوانسیون او ۱۹۶۷کال پروتوکول له مخې د نړیوال ملاتړ حق لرونکي وګړي دي.
سازمانونو ټینګار کړی چې د امریکا د کډوالۍ پروګرامونه د هغو کسانو د پېژندنې او انتقال لپاره ځانګړي شوي چې د واشنګټن له پروژو سره یې همکاري کړې او اوس له جدي خطر سره مخ دي.
هغوی یادونه کړې چې دا ژمنې یواځې سیاسي نه، بلکې حقوقي او اخلاقي بڼه هم لري.
زیات شمېر دغه کډوال اوس مهال په دریېمو هېوادونو کې له حقوقي ملاتړ بېبرخې دي او په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
په لیک کې خبرداری ورکړل شوی: «د دې چوپتیا دوام نه یواځې د امریکا له نړیوالو مسوولیتونو سرغړونه ده، بلکې دا به د بشري حقونو پراخ نقض، نهیلۍ، تاوتریخوالي او ناقانونه کډوالۍ ته لاره هواره کړي».
د ټرمپ ادارې د کډوالو د منلو پروګرامونه بند کړي او هممهاله یې یو شمېر کډوال هم له دغه هېواده ایستلي دي.
اکسیوس ویبسایټ رپوټ ورکړی، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت د ایمیل له لارې له ۲۰۰ ډېرو افغان پناه غوښتونکو ته، چې په ایووا ایالت کې مېشت دي، خبر ور کړی چې سملاسي دغه هېواد پرېږدي.