پاکستانی جنرال: د طالبانو او اسحاق ډار وروستۍ لیدنه د اختلافاتو حل څرګندوي
د پاکستان پخواني متقاعد جنرال انعامالحق کابل ته د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وروستي سفر ته په اشارې، دغه سفر د دواړو ګاونډیانو ترمنځ د اړیکو د بیارغېدو پر لور یو مهم ګام بللی.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ (اپرېل ۲۴مه) د پاکستان د اېکسپرېس ټریبیون رسنۍ له لارې په یوې خپرې شوې مقاله کې زیاته کړې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په کابل کې دا لیدنه د پاکستان او د دغې ډلې ترمنځ د ډېپلوماتیک چوکاټ دننه د اختلافاتو د حل ښودنه کوي.
نوموړی وايي چې په دې مذاکراتو کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، سیمهییزو پروژو لکه کاسا-۱۰۰۰ ټاپي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد رالېږد پر اسانتیا تمرکز شوی دی. د انعامالحق په وینا، د دواړو خواوو ترمنځ هوکړه شوې چې له افغانستانه پر ټرانزیټي توکو درانه مالیات کم او د پاکستان په اقتصاد کې د افغان سوداګرو ځای ځایګی ښه شي.
پاکستاني جنرال ویلي چې کابل ته د اسلاماباد لوړپوړي پلاوي په خپل سفر کې افغانستان ته د افغان کډوالو پر ستنېدو ټینګار کړی او زیاتوي چې دا بهیر باید له کابل سره په بشپړې همغږۍ کې ترسره شي.
انعامالحق وړاندې وايي چې پاکستان د طالبانو رژیم دننه، پېچلو جوړښتونو ته په درک، اسلاماباد هڅه کوي د سختو امنیتي اقداماتو تر څنګ له نرمې ډېپلوماسۍ او مذهبي اړیکو څخه هم کار واخلي ترڅو د مذاکراتو فضا خوندي وساتل شي.
د مقالې لیکوال د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي ډلې حضور او فعالیتونه د دې مذاکراتو یوه حساسه موضوع یادوي او په وینا یې، دا موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ډېره مهمه بلل کېږي. انعامالحق ټینګار کړی چې د پاکستان له حکومت سره د حقاني شبکې له همکارۍ پرته، د ټيټيپي ګواښ کنټرولول به ستونزمن کار وي.
هغه په دې مقاله کې ټینګار کړی چې د افغانستان په خاوره کې د ټيټيپي دوامداره حضور په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته ټولنیزې او امنیتي ستونزې رامنځته کړي. د ده په اند، د دغې ډلې په کنټرول کې د پرمختګ نشتوالی کولای شي د افغان کډوالو پر وړاندې د خلکو احساسات راوپاروي او د ملتونو ترمنځ د همغږۍ مخنیوی وکړي.
د پاکستان یاد متقاعد جنرال دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې نوموړي تېره اوونۍ د طالبانو خپلمنځي اختلافاتو ته په اشارې په یوې مقاله کې ادعا کړې وه چې د دغې ډلې واکمني له جدي کورنیو ننګونو او سیمهییزو ګواښونو سره مخ ده.
هغه په خپلې مقاله کې زیاته کړې وه چې د ملا هبتالله د سخت دریځو مذهبي او قومي نظریاتو پر بنسټ د دغې ډلې رژیم د حقاني شبکې د عملي تمایلاتو پر وړاندې د وېش له ګواښ سره مخ دی.