ایراني چارواکي: د امریکا او ایران ترمنځ درېیم پړاو خبرې اترې به اسانه نه وي
تمه کیږي چې ایران او متحده ایالات به د شنبې په ورځ د اټومي خبرو اترو درېیم پړاو په عمان کې ترسره کړي، ددغه خبرو په تړاو ایراني چارواکي وایي چې د تېرو پړاوونو په پرتله به دا خبرې اسانه نه وي.
علاءالدین بروجردي، د ایران د ولسي جرګې د امنیت او بهرنۍ پالیسۍ کمېسیون غړی، د ایسنا خبري اژانس ته ویلي، د خبرو ساده مرحلې د لومړي او دویم پړاو پر مهال بشپړې شوې، خو «کله چې کار د تخنیکي بحثونو مرحلې ته داخلېږي، نو دا د ستونزو او سختو خبرو پړاو وي.»
بروجردي ویلي، د ایران اراده داده چې «خبرې اترې نتیجه ورکړي، ځکه بله لاره نشته»، خو په همدې حال کې یې خبرداری ورکړی چې ایران به «له خپل مشروع اټومي حق نه شاته نه شي». هغه ټینګار وکړ چې امريکا بايد د اندېښنو د رفع کولو او تضمین ترلاسه کولو په بدل کې، د ایران پر وړاندې بندیزونه لغوه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، عباس عراقچي، صدا و سیما ته ویلي: «موږ به د شنبې په ورځ په جدي توګه خبرې اترې وکړو.» هغه د امریکا «متناقضو دریځونو» ته اشاره کړې او وې ویل: «که د امريکا یوازینی هدف دا وي چې ایران اټومي وسلې و نه لري، دا هدف تر لاسه کېدونکی دی،» خو که «غير منطقي او عملي نهکېدونکي غوښتنې» مطرح شي، نو ستونزې به را ولاړې شي.
د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویتکاف، دفتر تېره اونۍ اعلان وکړ چې امريکا غواړي د ایران د یورانیمو د غني کولو پروګرام بشپړ بند شي.
خو ایراني چارواکو بیا بیا ټينګار کړی چې دا موضوع د خبرو وړ نه ده او د ایران لپاره «سره کرښه» ګڼل کېږي.
په تازه راپور کې راغلي، چې د نطنز د اټومي تاسیساتو سویل ته، د کلنگگزلا غره شاوخوا، امنیتي کټارې نصب شوې دي. راپور زیاتوي چې د دې غره لاندې، له ۱۸کلونو راهیسې ژور تونلونه کیندل شوي چې هېڅکله هم د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې له لوري نه دي معاینه شوي. راپور ادعا کوي چې نوی تونل چې هلته تازه کیندل کېږي، د نطنز د پرمختللو اټومي تاسیساتو د انتقال لپاره دی.
راپور همداراز د دې تونلونو د امنیت په اړه د ایران د اندېښنو یادونه کوي، خو عراقچي لیکلي: «زموږ استخباراتي او امنیتي ځواکونه د پخوانیو مواردو له مخې، د هر ډول تخریب او ترهګرۍ پر وړاندې چې زموږ د مشروع غبرګون د پارولو په نیت ترسره کېږي، پوره هوښیار دي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز لیکلي: «په ایران کې د غني شوي یورانیم هر میلیګرام د نړۍوال اټومي انرژۍ آژانس تر بشپړ او پرلهپسې څار لاندې دی.»
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي مشر، رافایل ګروسي، چې تازه تهران ته تللی و او د ایران او امریکا د خبرو پر مهال په روم کې حاضر و، د چهارشنبې په ماښام اعلان وکړ چې د ایران له خوا د موافقې وروسته، یوه تخنیکي ډله به راتلونکو ورځو کې ایران ته لاړه شي ترڅو څارونکي کامرې بېرته نصب کړي.
ایران له ډېرې مودې راهیسې د دې کامرو لاسرسی د اژانس له پلټونکو اخیستی و. همداراز، د پنجشنبې په ورځ، د ایران، چین او روسیې استازو، له ګروسي سره له کتنې وروسته، د ایران د اټومي پروګرام د حل لپاره یوه ګډه طرحه وړاندې کړه.