اسحاق ډار د خپل ازبک سیال سره د افغان ټرانس پروژې په اړه خبرې کړې دي
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له خپل ازبک سیال سیدوف بختیور سره د افغان ټرانس پروژې په اړه ټیلفوني خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي ډار په دغه ټیلفوني خبرو کې کابل ته د خپل وروستي سفر په لړ کې له طالب چارواکو سره په دې اړه وروستي جزییات شریک کړي؛ خو په خبرپاڼه کې بیا دغه جزییات نه دي راغلي.
نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د افغانستان په ګډون به دغه درې هېوادونه ډېر ژر د دغه پروژې له لارې سره ونښلول شي.
د خبرپاڼې په وروستۍ کرښه کې راغلي، چې دواړه مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د اقتصادي او سوداګریزو اتصالاتو د زیاتوالي، د خلکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د اوسنیو سیمهییزو او نړۍوالو مسلو په اړه خبرې کړې دي.
له بل پلوه د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیریک جومانګارین هم د دوشنبې په ورځ کابل ته د خپل سفر پرمهال ویلي و، چې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ په اړه بحثونه د هغو موضوعاتو څخه دي چې د طالب چارواکو سره به یې د لیدنې پر مهال پرې خبرې وکړي.
د افغان ټرانس پټلۍ پروژه د افغانستان، پاکستان او ازبکستان تر منځ یوه درې اړخیزه پروژه ده، چې د ازبکستان د اورګاډي شبکه د افغانستان له لارې د پاکستان د اورګاډي له شبکې سره نښلوي.
په افغانستان کې د اورګاډي دغه لار چې ۶۴۷ کیلومټره اوږدوالی لري، له مزارشریف څخه پیلېږي له سمنګان، بغلان، بامیان، میدان وردګ، لوګر او پکتیا ولایتونو څخه تېرېږي او په ډنډپټان ولسوالۍ کې د پاکستان له پټلۍ سره یوځای کېږي.
د دغې پروژې په اړه په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د درې واړه هېوادونو ترمنځ هوکړه وشوه او د جوړېدو لګښت یې پنځه مېلیارده ډالر اتکل شوی و، چې په کال کې به ۲۰ مېلیون ټنه توکي له دغې لارې لېږدول کېږي.
داسې هم ویل کېږي، چې د دغې لارې په جوړېدو سره به ټول سوداګریز توکي چې دا مهال د یوې میاشتې په زیاته موده کې لېږدول کېږي؛ دغه موده به پنځو ورځو ته رالنډه شي او په ټرانسپورټي لګښتونو کې به هم نیم په نیمه کموالی راشي.