پر یو شمېر کتابونو د طالبانو بندیزونو او بېوزلۍ د کتاب لوستلو فرهنګ له زوال سره مخ کړی

د چین شینهوا اژانس د راپور له مخې، د طالبانو له واکمنیدو راهیسې د افغانستان خلک ورو ورو له کتاب لوستلو لرې شوي دي. جګړو، غربت اقتصادي ناورین او پر ځینو کتابونو د طالبانو بندیزونو دغه فرهنګ سخت اغېزمن کړی او د کتاب چاپ صنعت یې هم له ډېرو ستونزو سره مخ کړی.

د شینهوا اژانس د راپور له مخې، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د کتاب او چاپ حق نړیواله ورځ نمانځل کېږي، خو په کابل ښار کې کتاب‌ پلورنځي د پخوا په پرتله د روزګار له کموالي سره مخ دي. د کتاب لوستلو پر فرهنګ د خلکو علاقه ورځ تر بلې کمیږي، او دا چاره د بېوزلۍ او روانو اقتصادي ستونزو له امله رامنځته شوې ده.

د سلیمان‌شاه په نوم یو تن، چې د کابل په یوه پخواني جوړ شوي کتاب پلورنځي کې کار کوي شینهوا اژانس ته ویلي: «موږ پخوا ښه پلور درلود، خو اوسنی کاروبار مو یوازې لس فیصده پاتې شوی دی.»

دی زیاتوي، چې خلکو کې د کتاب اخیستنې او لوستنې لېوالتیا کمه شوې ده.

دغه کتاب پلورنځی چې په ۱۹۷۴ کال کې پرانیستل شوی، شاوخوا ۲۰ زره کتابونه لري، چې په بېلابېلو ژبو لکه اسپانوي، چینایي، فرانسوي، اردو، عربي او نورو ژبو لیکل شوي. د تاریخ، طب، ساینس، سیاست، اقتصاد، او ماشومانو د ادب کتابونه هم په کې دي او ځینې یې تر درې سوه کاله زاړه هم دي.

سلیمان ‌شاه زیاتوي: «په نورو هېوادونو کې کتاب ته ارزښت ورکول کېږي، خو دلته خلک له کتاب سره علاقه نه لري».

د ظهور چوپان په نوم یو بل تن هم په دغه کتاب پلورنځي کې کار کوي. هغه شینهوا اژانس ته ویلي، چې خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د همدې لپاره کتابونه نه شي اخیستلی. دی زیاتوي: «خلک ښایي غواړي کتاب ولولي، خو د اخیستو پیسې یې نه لري.»

د راپور په بنسټ طالبانو څو څوځله هڅې کړې، څو د لوست فرهګ ژوندی وساتي او د کتابونو ځینې نندارتونونه یې هم جوړ کړي. خو له دې سره سره لا هم ډېری خلک د کتابونو د اخیستو وس نه لري، ان که بیې هم ټیټې وي.

چوپان وايي، چې خواله رسنیو د لوست مینه له منځه نه ده وړې او لا هم ځینې خلک له کتاب سره مینه لري.

اسماع‌الله رحیمي، چې د کابل له لوېدیځې سیمې یو کتاب پلورنځي ته راغلی و، شینهوا اژانس ته وویل: «خلک اوس دومره په ستونزو کې دي چې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې یې پوره نه دي، نو کتاب اخیستل ورته ډېر لرې خیال دی.»

دی په دې باور دی، چې هم اقتصادي ستونزې او هم د خواله رسنیو پراخیدل د دې لامل شوي، چې ځوانان له کتابونو لرې شي او دا یوه بده ضربه ده چې د مطالعې فرهنګ ته رسېدلې.

په داسې حال کې چې په نورو هېوادونو کې کتاب د ذهني او فکري ودې یوه مهمه وسیله بلل کېږي، په افغانستان کې خلک تر هر څه مخکې د ژوند کولو لپاره د ډوډۍ پیدا کولو په هڅه کې دي. همدې حالت د مطالعې پر ارزښت سیوری غوړولی دی.