ورکېدونکې لوګرۍ موسیقي؛ طالبانو په لوګر کې د موسیقۍ ۵۰۰ الې وسوځولې
په داسې حال کې، چې لوګري موسیقي مخ پر ورکېدو ده، د طالبانو امرباالمعروف په دغه ولایت کې تر ۵۰۰ زياتې د موسیقۍ الې او لوډسپېکر سوځولي او وايي، چې د «شریعت خلاف» کارونه نه شي زغملای.
په لوګر کې د طالبانو د امربالمعروف مشر عبدالحکیم حقاني د پنجشنبې په ورځ وویل، چې موسیقي او ساز ته ورته خپرونې د شریعت خلاف دي اودوی به یې مخنيوی کوي.
هغه زياته کړې، چې د موسیقۍ دغه وسایل يې د خپلې ادارې د قانون له مخې وسوځول: « د دې ولایت له مرکز پلعلم او ولسوالیو څخه د تېرو دوولسو میاشتو په موده کې شاوخوا ۵۰۰ د موسیقۍ وسایل او الې راټولې شوې او دا وسایل نن وسوځول شول.»
حقاني له خلکو غوښتي، چې د موسیقۍ د وسایلو له پير، پلور او استعمال ډډه وکړي او ځانونه له «منکراتو» وساتي.
د نوموړي په خبره، دامهال يې په لوګر کې ۹۵ سلنه د منکراتو مخنیوی کړی او هڅې به یې لا جریان ولري.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د نورو بندیزونو ترڅنګ پر هنري فعالیتونو په ځانګړې ټوګه موسیقۍ هم پراخ بندیزونه ولګول.
لوګرۍ موسیقي د افغانستان مشهوره فولکلوریکه موسیقي ده، چې معاصر تاریخ یې ۱۹۱۹ کلونو ته رسیږي.
ددې موسیقۍ بنسټګر استاد دری، استاد جمال ، استاد کمال، بیلتون ګڼل کیږي چې وروسته یې کورنۍ او پیروانو دغه موسیقي ژوندۍ وساتله.
ددې موسیقۍ ډېری استادانو له نړۍ سترګې پټې کړې او پاتې پیروانو یې د طالبانو د بندیزونو له امله نورو کسبونو ته مخه کړې ده.