معترضې مېرمنې: جرمني ته د افغانانو لېږد کې ځنډ د بشري حقونو فعالانو ژوند ته ګواښ پېښوي
معترضو مېرمنو جرمني ته د افغانانو د لېږد لړۍ د احتمالي درېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې. دغه مېرمنو ویلي، چې د جرمني د نوي حکومت لهخوا د افغانانو د لېږد لړۍ احتمالي درېدل به د دغه هېواد د سیمهییزو کارکوونکو او د بشري حقونو فعالانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
دغه اندېښنې وروسته له هغې څرګندېږي؛ چې د جرمني سرپرست حکومت اعلان کړی، نور به د هغو افغانانو لپاره ځانګړې الوتنې نه تنظیموي چې د جرمني د استوګنې رسمي ژمنې یې ترلاسه کړې دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دغې پرېکړې پخلی کړی؛ خو ویلي یې دي، چې د ویزو بهیر او امنیتي ارزونې به دوام ولري.
دغو مېرمنو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې لړۍ درېدلو سره به دغه کسان د طالبانو لهخوا د غچ اخیستنې، باج اخیستنې او نورو مستقیمو ګواښونو سره مخ شي.
دغه مېرمنو ویلي، دغه کسان به نه یوازې دا چې د تاوتریخوالي او جنسیتي توپیر قرباني شي؛ بلکې د جرمني په حکومت او نړۍوالې ټولنې د سیاسي فشار راوستلو لپاره به هم په یوې وسیلې بدل شي.
خبرپاڼه کاږي، د پوره څارنې او احتیاط سره په افغانستان کې له ګواښ سره مخ د جرمني د سیمهییزو کارکوونکو او د بشري حقونو فعالینو د لېږد لړۍ دوام او چټکتیا نه یوازې یوه بشپړه بشري غوښتنه ده؛ بلکې د جرمني لپاره اخلاقي، سیاسي او تاریخي مسوولییت هم دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مېرمنې هره شپه په وېره سبا کوي او جرمني ته د دوی د لېږد لړۍ د بندېدو د امکان په اړه اندېښمنې دي.
دوی په ټولو مدني ټولنو، د بشري حقونو ملاتړو سازمانونو، رسنیو او د ښځو د حقونو پر فعالانو غږ کړی، چې د دغه خلکو د ژوند ژغورلو لپاره سره یو شي او د دوی ملاتړ وکړي.