ازبکستان او روسیه غواړي د افغانستان له لارې د اورګاډي پټلۍ پاکستان سره وصل کړي

د راپورونو له مخې د ازبکستان او روسیې د ټرانسپورټ وزیرانو له پاکستان سره د افغانستان د اورګاډي پټلۍ د پراختیا پړاو د پیلولو تړونونه لاسلیک کړي. دغه اقدام چې د دې پروژې د عملي تطبیق لپاره مهم ګام بلل شوی، موخه یې د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا له پاکستان سره نښلول دي.

د مرکزي اسیا د ټایمز د راپور له مخې، د روسیې د ترانسپورت وزارت ویلي دي چې دواړه هیوادونه به په ګډه په ۲۰۲۵ کال کې د دې پروژې د امکاناتو څیړنه وکړي چې تمرکز به یې د بار وړونکو توکو د ټرافیک او د پروژې د اقتصادي ګټې په اندازه وي.

راپور د پروژې پیل کولو لپاره دوه احتمالي لارې وړاندیز کوي:

لومړۍ لاره: مزارشریف – هرات – دلارام – کندهار – چمن

دویمه لاره، ترمز (ازبکستان) – نایاب آباد – لوګر (افغانستان) – کرلاچي

په پام کې ده چې د مې په ۱۵ او ۱۶ د روسیې په کازان ښار کې د روسیې-اسلامي نړیوالې غونډې لپاره د پاکستان ریل پټلۍ او د طالبانو له پلاوي سره نورې خبرې هم وشي.

تاشکند د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره خپل تړون وغځوه چې له حيرتان څخه تر مزارشريف پورې د اورګاډي پټلۍ، چې د چين-قرغزستان-ازبکستان-افغانستان دهليز يوه مهمه برخه ده، فعاليت او ساتنه وکړي.

تمه کیږي چې د چین، قرغزستان، ازبکستان د اورګاډي پټلۍ په بشپړیدو سره د دې دهلیز اهمیت نور هم زیات شي. اوس مهال چين ته د منځنۍ اسيا د اورګاډي پټلۍ د قزاقستان له لارې محدودې دي.

په همدې حال کې د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د پنجشنبې په ورځ د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سیدوف سره په ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان د ټرانس-افغان اورګاډي د پروژې په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې اسحاق ډار هیله څرګنده کړې چې درې واړه هېوادونه به ژر د دې مهمې سیمه ییزې پروژې د چوکاټ تړون لاسلیک کړي.

دا خبرې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر له وروستي سفر وروسته شوې.

افغانستان، ازبکستان او پاکستان د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په میاشت کې د افغانستان له لارې د ۵۷۳ کیلومترو په اوږدوالي د اورګاډي د جوړولو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې منځنۍ اسیا د پاکستان له بندرونو سره ونښلول شي. د دې پروژې اټکل شوی لګښت ۴،۸ میلیارده ډالره دی او موخه یې د سیمه ییزو اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ده.