نړۍوال بانک: د افغانستان اقتصاد ورو ورو په ښه کېدو دی خو راتلوونکی یې له کږلېچونو ډک دی
نړۍوال بانک په خپل تازه راپور «د افغانستان پرمختګ د وضعیت نوي معلومات» کې ویلي، چې د افغانستان اقتصاد کې ورو ورو په ښه کیدو دی خو دا پرمختګ ډېر په ځنډ روان دی او د افغانستان اقتصادي راتلوونکی لا هم له ستونزو او ناڅرګند برخلیک سره مخ دی.
د نړۍوال بانک د اټکل له مخې، د افغانستان ناخالص کورني تولید (GDP) په ۲۰۲۴ کال کې ۲.۵ سلنه لوړ شوی، چې دا د اقتصادي ودې دویم پرلپسې کال ګڼل کېږي.
د راپور له مخې، دغه وده ډیری د کرنې، کان کیندنې، ودانیزو چارو او سوداګرۍ په برخو کې لیدل شوې ده. خو تولیدي او خدماتي سکټورونه لا هم له سختو ستونزو سره مخ دي لکه: «لکه خراب کاروباري چاپېریال، د صادراتو پر وړاندې دوامداره خنډونه او د بهرنیو مرستو کمښت.»
که څه هم د شخصي لګښت او د جایدادونو په برخه کې پانګونه یو څه لوړه شوې، خو وارداتو هم زیاتوالی موندلی، چې د سوداګرۍ په توازن کې یې کسر راوستی او د هېواد بهرنی اقتصادي ثبات یې زیانمن کړی دی.
بلخوا، د نفوس چټک زیاتوالي د خلکو پر سر عاید ثابت ساتلی او د بېوزلۍ او خوړو نه خوندیتوب ستونزې لا هم په خپل ځای پاتې دي.
راپور کاږي، د دې تر څنګ، پراخه بې کاري او د ښځو پر اقتصادي ګډون لګېدلي محدودیتونو، وضعیت لا ترینګلی کړی دی.
نړۍوال بانک وايي، که څه هم انفلاسیون یا د بیو لوړېدل کم شوي، خو د اقتصادي ثبات، معاشونو او پانګونې لپاره خطرونه لا هم شته او اړینه ده، چې د اوږدمهاله رکود د مخنیوي لپاره ژر د سیاست جوړونې جدي ګامونه واخیستل شي.
راپور زیاتوي، د افغانستان بانکي سکټور هم کمزوری پاتې شوی دی: «د مقرراتو نه پېژندنه، د پورونو د نه ورکړې زیاتوالی او د پورونو اخیستنې کمېدل د دې سکټور مهمې ستونزې دي، چې ژور مالي اصلاحات غواړي.»
فارس حداد زروس چې د نړۍوال بانک د افغانستان د دفتر مشر دی وايي: «که څه هم د اقتصاد وضعیت یو څه ښه شوی، خو افغانستان لا هم له جدي مالي ننګونو سره مخ دی، ځکه د کورنیو عوایدو کچه دومره نه ده چې د بهرنیو مرستو تشه ډکه کړي.»
راپور زیاتوي، په ځانګړي ډول د افغانستان د کار بازار ستونزې هم څېړلي او د ځوانانو او ښځو وضعیت ته په کې جدي پام شوی دی.
راپور وايي، چې د افغانستان ځوان کهول د هیواد د زغم او پرمختګ یو مهم ظرفیت دی، خو زیات شمېر ځوانان بې کاره دي او شاوخوا یوه برخه یې هېڅ کار نه لري.
نړۍوال بانک وړاندیز کړی، چې باید داسې دندې برابرې شي چې د ځوانانو مهارتونه پیاوړي کړي او هغوی اقتصادي خپلواکي ته ورسوي؛ چې دا کار په ځانګړي ډول د ښځو لپاره مهم دی، ځکه د دوی اقتصادي ګډون کولای شي د هېواد اقتصادي بیا رغونې او اوږدمهاله ثبات ته مرسته وکړي.
حداد زروس زیاتوي: «هغه ځوانان او ښځې چې کار کوي، ډیری یې په خصوصي سکټور کې دي، خو د کار ساعتونه یې کم دي، معاشونه یې ټیټ دي، او اکثره کارونه یې د دوی له زده کړو سره برابر نه دي. باید خصوصي سکټور ته پوره ملاتړ ورکړل شي، څو ښه او زیات د کار فرصتونه رامنځته شي.»
نوموړي خبرداری ورکړی، د طالبانو هغه تګلارې چې د ښځو د کار بازار ته لاسرسی او د نجونو ثانوي زده کړې محدودوي، د انساني پانګې د پراختیا، اوږدمهاله اقتصادي ودې او د نړۍوالو مرستو ترلاسه کولو پر وړاندې جدي خنډونه جوړوي.
دغه راپور د نړۍوال بانک د «د افغانستان راتلونکی» پروګرام یوه برخه ده. او دغه پروګرام د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز وضعیت څېړلو، څارلو او تحلیل لپاره جوړ شوی، چې موخه یې د شواهدو پر بنسټ د تګلارو جوړونه او د نړۍوالو همکارانو لپاره د معلوماتو برابرول دي.
یاد راپور د «د سویلي اسیا پرمختیایي وضعیت» له راپور سره هم مهاله خپور شوی، چې د نړۍوال بانک لهخوا هر کال دوه ځله خپرېږي.
د ۲۰۲۵ کال د اپرېل نسخه یې چې «د مالي فشارونو سخت وخت» نومېږي، د سیمې اقتصادي وده ۵.۸ سلنه اټکل کړې، چې د تېر اکټوبر له وړاندوینې څخه ۰.۴ سلنه کمه ده.
راپور زیاتوي چې د سیمې اقتصاد د نړۍوالو نامعلومو شرایطو او د کورنیو مالي محدودیتونو تر اغېز لاندې دی. د سیمې د مالیاتي سیسټمونو جاج هم اخېستل شوی او څرګندوي چې د لوړو مالیاتي نرخونو سره سره، د جنوبي اسیا مالیاتي عواید د نورو پرمختیايي هېوادونو له منځنۍ کچې هم ټیټ دي.
نړۍوال بانک د عوایدو د لوړولو او اقتصادي زغم د زیاتولو لپاره یو شمېر تګلارې او حللارې هم وړاندې کړې دي.