کابلوف: د افغانستان کانونه له طالبانو سره د همکارۍ لپاره ښه فرصت دی
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، چې د افغانستان طبیعي زېرمې او مهم جغرافیایي موقعیت، د طالبانو له حکومت سره د پراخې همکارۍ لپاره یو مهم فرصت برابر کړی دی.
کابلوف دا څرګندونې د روسۍ ورځپاڼې ایزوستیا سره په یوه مرکه کې کړي او ویلي یې دي، چې ټاکل شوې د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی د کازان ښار ته ولاړ شي.
نوموړی زیاتوي، چې په دې سفر کې به د افغانستان او روسیې تر منځ د ۵۷۳ کیلومتره اوږدې ریل پټلۍ د جوړولو پر موضوع هم بحث وشي.
دا خبرې وروسته له هغې کېږي، چې تېره اوونۍ د روسیې سترې محکمې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه وویستل. ورپسې کابلوف وویل: «افغانستان کولای شي د روسیې، منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ یو مهم ترانزیټي دهلېز شي.»
ټاکل شوې چې د «کازان – اسلامي نړۍ» تر نامه لاندې غونډه د مئ په میاشت کې جوړه شي، چې په کې به د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی ګډون وکړي.
د روسیې د سترې محکمې قاضي اولګ نفدوف ویلي، چې د طالبانو د بندیز ځنډیدل سملاسي نافذېږي.
له دې پرېکړې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل، دا ګام به له کابل سره د بشپړې همکارۍ زمینه برابره کړي، چې دا د دواړو ملتونو په ګټه ده.
مسکو ویلي، چې غواړي له طالبانو سره خپلې سوداګریز اړیکي پراخې کړي.
ضمیر کابلوف همداراز تېره چهارشنبه کابل ته تللی و او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره لیدلي دي.