شاه‌محمود میاخېل: د مقاومت جبهه او فعالیتونه یې ملي نه ‌دي

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه‌محمود میاخېل د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت له ملي شورا څخه د مقاومت جبهې او جمعیت ګوند د جلاکېدو په غبرګون کې یاده جبهه نه ملي بللې او نه یې هم فعالیتونه د مقاومت له تعریف سره برابر ګڼلي دي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۳مه) په خپل اېکس کې لیکلي، دا نوې لوبه نه‌ده؛ بلکې د هغه په وینا، پخوا هم د دغو اېتلافونو مشرانو په مذهبي مقدسو ځایونو کې ژمنې کړې وې، خو بیا یې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

میاخېل باور لري، چې دغه اېتلافونه له ملي روحیې بې‌برخې دي او پر یووالي نه دي ولاړ.

د ملي دفاع پخواني سرپرست وزیر همداراز زیاته کړې، چې دا ډول اېتلافونه د شخصي ګټو پر محور راڅرخي او د هېواد له ملي ارزښتونو سره هېڅ تړاو نه‌لري.

د هغه په وینا، دغه ډول اېتلافونه یوازې تر هغو دوام کوي چې د ګټو سرچینې په‌کې وي، خو کله چې شخصي موخې پوره شي، نو اېتلافونه هم له منځه ځي.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه‌محمود میاخېل دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې د احمد مسعود په مشرۍ مقاومت جبهې او د صلاح‌الدین رباني په مشرۍ جمعیت ګوند وړمه ورځ یوه بیان کې اعلان وکړ، چې د «جوړښت، پالیسیو، مدیریتي او کاري تګلارو» پر سر د اختلافاتو له امله یې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت له ملي شورا څخه لار جلا کړې ده.

د مقاومت جبهې یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل ته د دغو اختلافو یو لامل د نوموړې شورا د اجراییوي مشر په توګه د عمر داوودزي ټاکل‌ کېدل بللي دي.

ورته مهال، د صلاح‌الدین رباني په مشرۍ اسلامي جمعیت ګوند هم د مقاومت جبهې له‌خوا د افغانستان د ژغورنې له ملي شورا سره د همکارۍ پای ته رسېدو په تړاو ویلي: «هغه اصول چې د افغانستان د ژغورنې ملي شورا له لارې مطرح شوي د سیاسي، تخنیکي دلایلو او زموږ د خلکو د ټاکنیزې حوزې د اوسنیو واقعیتونو له امله نه‌شي ساتل کېدای. موږ د دغه بنسټ د انتخابونو په هېڅ پرېکړو کې نه یو او نه به هم اوسو.»

د افغانستان د ازادۍ جبهې هم په ډاګه کړې، چې د افغانستان د ژغورنې لپاره په ملي شورا کې د دغې جبهې غړيتوب «یوازې یوه اوازه» ده او دا یې په کلکه رد کړې ده.

نوموړې جبهې څرګنده کړې، چې تر اوسه پورې په هېڅ داسې سازماني اېتلاف یا سیاسي تړون کې شامله نه‌ده.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغې ډلې خلاف یو شمېر جریانونه او غورځنګونه جوړ شوي دي.

په افغانستان دننه او بهر کې سیاسي ډلو په ځلونو له طالبانو څخه غوښتي، چې بین‌الافغاني مذاکرات پیل کړي، خو د دغې ډلې له‌خوا رد شوي دي.