تېره ورځ له دوو زرو ډېر کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شول

د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت وایي، چې تېره ورځ چهارشنبه د تورخم له لارې ۲۲۹۸ کډوال افغانستان ته ستانه شول. د دغه وزارت له‌خوا په خپرو شویو شمېرو کې راغلي، چې له دې ډلې ۷۲۷ کډوالو د اې سي سي کارتونه لرل او ۱۵۷۱ تنه کډوال بیا بې اسناده وو.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له پاکستان نه د افغان کډوالو د اېستلو په دویم پړاو کې په ټولیزه توګه ۲۷۷۲۸ د اې سي سي کارت لرونکي او ۱۸۵۱۶ بې اسناده کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د شمېرو له مخې، یوازې له پېښوره په ټولیزه توګه ۴۶۲۴۴ کډوال او له پنجاب څخه بیا تر ۱۱ زرو ډېر کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر میاشتې راهیسې یوازې د پښتونخوا له بېلابېلو لارو ټولټال ۵ لکه او ۲۰ زره او ۴۴۷ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
له بل پلوه د پښتونخوا صوبایي پارلمان د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره د وروستۍ نیټې د غځولو غوښتنه کړې ده.
د دغې اسمبلۍ غړي شرافت الله ویلي، چې د کډوالو بېرته ستنېدل چې له لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي، په ټولنه کې مدغم شوي او د هېواد په سوداګرۍ کې مهم رول لوبوي؛ نو د دوی بېرته ستنېدل به عملي ننګونې او بې باوري رامنځته کړي او د ورورۍ په اړیکو به منفي اغېز وکړي.
د پاکستان حکومت تېره اوونۍ په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته د وتلو وروستۍ نېټه د روانې اپرېل میاشتې وروستۍ ورځ ټاکلې چې اېله یوه اوونۍ ورته پاتې ده.

د پښتونخوا اسمبلۍ د پرېکړه لیک له مخې، مرکزي حکومت باید کډوالو ته اجازه ورکړي چې په عزت او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شي او اجازه دې ورکړي، چې خپل د کور سامان له ځانه سره یوسي.
د راپورونو له مخې، پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې ۹۷۹ زره او ۴۸۶ افغان کډوال په زور بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.