د ملا محمد عمر ۱۲ تلین؛ شنونکي هبت‌الله او ملا عمر په سخت دریځۍ کې سره ورته بولي

د طالبانو د اوسني مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده مشرۍ د سخت‌دریځۍ، د ښځو پر ضد محدودیتونو او له نړیوالې ټولنې سره د پرلپسې مخالف دریځ له امله، یو ځل بیا د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ سیوری د هېواد پر فضا غوړولی.

د غويي څلورمه د طالبانو د ډلې د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد له ۱۲ تلین سره برابره ده.

له تاریخي، فکري او سیاسي زاویې د طالبانو اوسنی مسیر له خپل پخواني بنسټګر ملا محمد عمر سره داسې ورته‌والی لري، چې ډېر تحلیل‌ګران یې «د تاریخ تکرار» بولي.

ملا محمد عمر او ملا هبت‌الله دواړه د مدرسو له سخت‌دریځي چاپېریاله راوتلي، دواړه له دیوبندي نظریاتو متاثره دي او دواړه د دین د تفسیر په برخه کې محافظه‌کاره، حتا سخت‌دریځی لیدلوری لري.

د شنونکو په باور، دغه لیدلوری له سیاسي تجربو، اجتماعي واقعیتونو او نړیوالو سره د تعامل پر ځای تقابل غوره کوي.

یو پخوانی طالب چارواکی چې د طالبانو په لومړۍ دوره کې یې په ټولګټو چارو وزارت کې دنده ترسره کړې او د طالبانو د تحریک له بنسټګر او د دې ډلې له پخواني مشر ملا محمد عمر سره یې له نږدې اړیکې لرلې، وايي، د ملامحمد عمر بندیزونو د ملا هبت الله له اوسنیو بندیزونو سره ورته والی درلود او دا بندیزونه د دې لامل شول چې د خلکو په منځ کې د ملا محمد عمر محبوبیت کم شي.

هغه په ډېرو مواردونو کې ملا هبت الله تر ملا عمر هم سخت دریځی ګڼي.

نړیواله انزوا، تکراري ناورین

په ۱۹۹۰مو کلونو کې ملا عمر د قومي جګړو او بې‌ثباتۍ له منځه وړو په شعار واک ته ورسېد. ده د امنیت راوستلو، فساد ختمولو او د اسلامي نظام د ټینګېدو ژمنه وکړه خو ډېر ژر یې مشرتابه د سخت دریځیو، ترهګرو ته د پناه ورکولو، بندیزونو او ټولنیزو محدودیتونو له امله مشروعیت له لاسه ورکړ.

همدا کیسه اوس د ملا هبت‌الله تر مشرتابه لاندې د طالبانو په دویمه دوره کې تکراریږي.

د ښوونځیو تړل، د ښځو پر کار بندیز، د رسنیو غلي کول، د بیان د ازادۍ تروړل او د خلکو له سیاسي مشارکت نه انکار، ټول هغه څه دي چې خلک یې یو ځل بیا د طالبانو له مشرتابه او حکومتولۍ بېزاره کړي.

د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال، د اسامه بن لادن نه سپارلو او له القاعدې سره د اړیکو ساتلو، افغانستان د نړیوال برید تر دروازې ورساوه. اوس بیا، داسې نښې نښانې شته چې طالبان له همغو سیاستونو سره روان دي.

ملګري ملتونه، اروپایي ټولنه، اسلامي هېوادونه، او حتا چین او روسیه هم د طالبانو له انحصاري مشرتابه سر ټکوي. د تعلیم، بشري حقونو او اقتصادي همکاریو برخو کې له نړېوالې ټولنې سره د اړیکو خرابوالی، افغانستان یو ځل بیا له نړیوال نظام څخه منزوي کړی.

په ورته مهال ځینې کسان په دې باور دې چې ملا هبت الله تر ملا عمر سخت دریځ لري.

د نجونو او ښځو په زده کړو بندیز، د واک انحصار، خپلسرې پرېکړې او د فردي ازادیو سلب کول هغه لاملونه دي، چې طالبان یې په خپلو منځونو کې سره ویشلي دي.

تاریخ تکرارېږي

شنونکي او پخواني طالب چارواکي وايي، چې ملا هبت‌الله اخوندزاده د خپل مخکیني مشر ملا عمر د فکري میراث تسلسل او تکرار دی.

یو پخوانی طالب چارواکی چې د طالبانو د لومړۍ دورې له پرځیدو وروسته یې له طالبانو لاره بېله کړې او په روزګان ولایت کې عادي ژوند کوي، وايي، «ملا عمر د عامو خلکو په منځ کې ډیر محبوبیت درلود، په ځانګړي توګه په کندهار، روزګان، زابل او هلمند کې. ځکه لوی ملا صاحب داسې وخت وسله راپورته کړه، چې په کندهار کې توپکیانو چور شروع کړی و او د خلکو ژوند یې خورا سخت کړی و».

دغه پخوانی طالب چارواکی وایي، د نجونو پر زده کړو، د ښځو پر کار او فردي ازادیو د ملا عمر ځیني بندیزونه دې لامل شول چې د خلکو زړه مات شي.

ملا عمر د مولوي غلام نبي زوی په قوم هوتک و. د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې زیږیدلی او وروسته یې کورنۍ د روزګان دهراود ولسوالۍ ته کډه شوې وه.

ملا عمر په ۱۹۹۴ کال کې د کورنیو جګړو پرمهال د پاکستان په مرسته د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د مدرسې له نورو طالبانو سره د ځايي ملیشو پر ضد پاڅون وکړ او وروسته یې ډله خورا لویه شوه.د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد ته منسوب یو انځور چې خپله یې طالبان هم خپروي، بل انځور او ویډیو نه دي خپاره شوي.

طالبانو د کابل له سقوط وروسته د ملا عمر د مرګ نېټه په ډاګه کړه او ویې ویل چې نوموړی د ۱۳۹۲ کال د غويي میاشتې پر څلورمه نېټه د نري رنځ ناروغۍ له امله مړ شوی او د زابل ولایت په سوري ولسوالۍ کې خاوروته سپارل شوی دی. ډېر خلک د هغه مرګځای د پاکستان کراچۍ ګڼي.

طالبان هر کال د غويي پر ‌څلورمه نېټه د خپل دغه لومړي مشر تلین نمانځي.

طالبانو د هغه پر مړي مقبره جوړه کړې او د څو تنو طالبانو له خوا یې امنیت ساتل کیږي.