اسراییل: ایران ته د اټومي وسلو د لاس‌رسي اجازه نه ورکوو

د اسراییل لوړپوړو چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ایران د اټومي پروګرام له وجې یو لوی ګواښ دی او په وینا یې، دوی به په قوي هوډ سره اټومي وسلو ته د دغه هېواد د لاس‌رسي مخه ونیسي.

د اسراییل لومړي وزیر او دفاع وزیر له «افراطیت» سره پر مبارزې او د خپل هېواد امنیت خوندي‌توب پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د ایران د اټومي فعالیتونو په تړاو د اندېښنو د ډېرېدو په دوام د اسراییل د دفاع وزیر یسراییل کاتز وايي، هېواد یې پرېکړه کړې چې ایران ته به د اټومي وسلو د لاس‌رسي اجازه ورنه کړي.

هغه زیاته کړې: «دا زموږ لپاره یو تاریخي مسوولیت دی او موږ به د اسراییل د بقا لپاره هر لازم اقدام ترسره کړو.»

کاتز پر حماس، حزب‌الله او د بشارالاسد پر حکومت د اسراییلي ځواکونو بریدونو ته په اشارې وايي، چې د اسراییل حکومت به په ډېر شدت سره همدا لار تعقیبوي.

نوموړي وويل: «موږ په تېرو وختونو کې خپلو دوښمنانو ته ماتې ورکړې او د هر نوي ګواښ پر وړاندې کلک ولاړ یو.»

ورته مهال، د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د «هولوکاسټ» په مراسمو کې ویلي، چې نړۍ باید د ایران اسلامي جمهوریت غوندې «ترهګر» رژیم ته اجازه ورنه‌کړي، څو اټومي وسلو ته لاس‌رسی ولري.

هغه خبرداری ورکړی، چې «که ایران دا وسله ترلاسه کړي، نو دا به د ټول بشریت لپاره یوه لویه فاجعه وي.»

نتنیاهو زیاته کړې، چې افراطیت نه یوازې د اسراییل لپاره ګواښ دی، بلکې د نړۍ ټولو هېوادونو، په ځانګړې توګه لوېدیځ هېوادونه به هم له دغه ګواښ څخه خوندي نه وي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د افراطیت څپه کولای شي ډېر ژر د سیمې هېوادونه تر خپل اغېز لاندې کړي.

د اسراییل لومړي ادعا کړې، چې هېواد یې په تېر یو کال کې ایران او د دغه هېواد سیمه‌ییزو ملګرو ته د پام وړ زیان اړولی دی.

هغه ټینګار کړی، چې اسراییل د منځني ختیځ څېره بدله کړې او دا بهیر به دوام ولري.

د یادونې ده، چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم په عمان کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د شنبې ورځې له مذاکراتو وړاندې په یوې پاډکسټ مرکه کې ټینګار کړی، چې ایران له متحده‌ایالاتونو سره په هره هوکړه کې باید د یورانیمو له غني‌کېدو تېر شي.

روبیو زیاته کړې، له ایران سره د امریکا د اټومي مذاکراتو استازی سټیف ویټکاف دا خبره کړې چې ګواکې ایران ته به یوازې دومره اجازه وي، څو ۳.۶۷ سلنه غني شوي مواد ولري؛ خو دا خبره د هغو موادو ته اشاره ده، چې ایران یې یوازې واردولی شي، نه دا چې په خپل هېواد کې یې په دومره کچه غني کړي.