پاکستان د تورخم سربېره د انګور اډې له لارې افغان کډوال افغانستان ته لېږي
پاکستان د تورخم سربېره د انګور اډې له لارې هم افغان کډوال جبري افغانستان ته لېږي. د خېبرپوښتونخوا د کورنیو چارو وزارت چارواکو د معلوماتو له مخې، د انګور اډې له لارې نن ۳۷ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
په دغو ناقانونه کډوالو کې د ۵ کورنیو ، ۵ نارینه، ۹ ښځې او ۲۳ ماشومان شامل دي.
د پاکستان حکومت دغه کډوال نن (پنجشنبه د غویي ۴مه) افغانستان ته ستانه کړي دي.
د چارواکو په وینا دا د بیرته ستنولو د دویم پړاو برخه وه، چې پکې د لومړي ځل لپاره د انګور اډې له لارې په رسمي ډول کډوال داوطلبانه خپل هېواد ته ستانه شوي.
د حکومتي چارواکو په وينا، دغو کډوالو اسناد نه درلودل. په دغو کډوالو کې د ACC اوPOR کارت لرونکي هم نه و شامل او جبري هم نه دي اېستل شوي.
د راپورونو له مخې، تر اوسه د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر له ۱۷مې نېټې راهیسې ټولټال ۸۰۳۴ افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. په دغه شمېر کې ۱۳۴۰ کورنۍ شاملې دي چې پکې دوه زره او ۲۵۳ یې نارینه، ۲ زره او ۶۶ ښځې او ۳ زره او ۷۱۵ ماشومان شامل وو.
د انګور اډې لار د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر تر ۲۰۲۵ کال د فېبرورۍ تر ۲۵مې نېټې پرانیستې وه، خو د کړکېچ پر مهال د نورو ټولو پولو په څېر دا هم وتړل شوه. د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د خبرو وروسته یواځې د تورخم پوله د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې وه.
خو نن، د اپرېل ۲۴مه نېټه، د انګور اډې لار هم د افغانانو د اېستلو په موخه بېرته پرانیستل شوې ده.
بل خوا د تورخم له لارې هره ورځ د پآکستان حکومت په سلګونه افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.
د اپرېل په لومړۍ نېټه د افغان کډوالو ته د پاکستان وروستی ضرب الاجل پای ته ورسېد او له هغه وروسته د ددوی د شړلو جبري عملیات پیل شول.
په دویم پړاو کې تر اوسه پاکستان له ۸۰۰ زرو ډېر افغان کډوال جبري بېرته افغانستان ته ستانه کړي او لا هم دا لړۍ روانه ده.