دهند او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا؛ د اتاري-واګې بندر تړل کېدو افغان سوداګر اندېښمن کړي

د کشمیر په پهلګام کې له برید وروسته د هند او پاکستان د اړیکو ترینګلتیا د اتاري-واګه بندر له لارې افغانستان ته د تلونکو مالونو او سوداګرۍ په اړه افغان سوداګر اندېښمن کړي.

هند له ۲۰۱۹کال راهیسې له پاکستان سره سوداګري بند کړې ده، خو له افغانستان سره د اتاري-واګه له لارې سوداګري دوام درلود.

اوس د دواړو هېوادونو د تازه اعلان له مخې، پوله تړل شوې بلل شوې، او دا نه ده روښانه چې ایا دا بندیز یوازې د مسافرو پر تګ راتګ دی، که سوداګري هم پکې راځي.

یوه نړیوال سوداګر، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، انډین اېکسپرېس ته وویل، « موږ لا هم نه پوهېږو چې له افغانستان سره سوداګري به دوام ومومي او که نه. تر اوسه دا نه ده واضحه، منتظر یو چې وضاحت راشي».

د اتاري ـ واګه سرحد له لارې د هند او افغانستان تر منځ سوداګري او د خلکو تګ راتګ په تېرو اوو کلونو کې له ګڼو بدلونونو سره مخ شوي.

دا مسیر، چې د هند او پاکستان تر منځ یوازیني فعاله ځمکنۍ لاره ده، د سوداګرۍ او سیاست دواړو تر فشار لاندې ده.

د اتاري-واګه کوریډور د کلونو په اوږدو کې د سوداګرۍ او مسافرینو د تګ راتګ په برخه کې متغیرې شمېرې لیدلې دي.

اتاري ځمکنی بندر د هند او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ مهمه لاره ده، چې مختلف توکي اداره کوي. د هند له لوري صادراتو کې سویا، چرګانو لپاره خوراک، سبزيجات، سره مرچ، پلاستیکي مواد او پلاستیکي تېږې شاملې دي. په مقابل کې له پاکستان او نورو سیمو څخه واردات عمدتاً وچې مېوې، خواږه، ګچ، سیمنټ، ښیښې، ډبرینه مالګه او مختلف بوټي دي.

ددې لارې په تړل کېدو د افغانستان واردات او صادرات چې ډیری د پاکستان له لارې تېرېږي، ممکن له لوژستیکي ستونزو سره مخ شي.