امریکایي شنوونکی: اوکراین ښايي د ټرمپ پر افغانستان بدل شي
یو لوړپوړی امریکايي امنیتي شنوونکی او د سپینې ماڼۍ پخواني چارواکي مایک الن په یوې مقاله کې خبرداری ورکړی، چې که متحده ایالات د اروپایي ټولنې تر چمتو کېدو مخکې له اوکراین څخه خپل پوځي ملاتړ پرې کړي، نو ښايي دغه هېواد د «ټرمپ پر افغانستان» بدل شي.
مایکل الن په دغه مقاله کې چې وال سټریټ ژورنال خپره کړې لیکلي، دغه حالت به د ۲۰۲۱ کال هغه فاجعې ته ورته وي، چې د امریکا ناڅاپي وتلو له امله د افغانستان حکومت سقوط وکړ.
هغه وايي، که ډونالډ ټرمپ ریښتیا غواړي په اوکراین کې تلپاتې سوله راولي، باید تر هغه وخته د امریکا پوځي ملاتړ روان وساتي څو اروپا دې ته چمتو شي، چې د ملاتړ لویه برخه پر غاړه واخلي.
نوموړی زیاتوي، چې د روسیې اراده او توان ورځ تر بلې د نفوذ پراخولو لپاره ډېرېږي او که ناڅاپي مرستې پرې شي، دا به مسکو ته د لار نورو بریدونو لپاره ښه زمینه برابره کړي.
مایکل الن ویلي، که څه هم ټرمپ تل وایي چې غواړي «وینه تویېدل ودروي»، دا کار یوازې هغه وخت شونی دی، چې داسې یوه هوکړه وشي چې روسیه بېرته جګړې ته د راستنېدو جرات ونه کړي.
هغه زیاتوي، له ناټو سره د اوکراین یو ځای کېدل یا د ناټو ځواکونو استول مسکو ته د منلو نه دي، نو تر ټولو ښه لاره دا ده، چې د ناټو نظامي ملاتړ دوام پیدا کړي څو اوکراین د خپلې دفاع لپاره پر ځان تکیه پيدا کړي.
الن د جو بایډن له لوري د افغانستان د تګلارو په په هکله هم نیوکه کوي او وایي، که ټرمپ د اوکراین پوځي ملاتړ بند کړي، دا به د بایډن تېروتنو تکرار وي. هغه تېروتنه چې د استخباراتي ادارو د خبرداریو له نادیده نیولو او د کابل د سقوط له بې غورۍ څخه رامنځته شوه.
مایکل الن د امریکا د استخباراتو د مشر دفتر راپور ته په اشارې سره لیکلي، روسیه خپل پوځ ډېر پیاوړی کوي او له چین، ایران او شمالي کوریا څخه هم ملاتړ ترلاسه کوي.
هغه خبرداری ورکوي چې یوازې پر اروپا تکیه کول، چې اوس هم چمتو نه ده، یوه سټراټېژیکه تېروتنه کېدای شي.
نوموړی د روسیې د تېرو یرغلونو لکه د چیچنیا هغې ته اشاره کوي او وایي، پوتین هیڅکله د سولې تړونونو ته ژمن نه دی پاتې شوی او د اوکراین پر خاوره یې ادعاوې تر هغو سیمو ډېرې دي چې روسیه یې اوس تر خپل واک لاندې لري.
په پای کې الن وایي، که ټرمپ پرته له یوه بدیل پلان څخه د اوکراین ملاتړ پای ته ورسوي، نو نه یوازې به د خپل شعار «د ځواک له لارې سوله» به پلي نه کړي، بلکې ښايي د امریکا د بلې سټراټېژیکې ماتې مسوول وګڼل شي.