کیېف کې د روسیې پر برید د ټرمپ نیوکه: «ولادیمیره، بس کړه!»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې تل یې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په اړه محتاطانه دریځ غوره کړی، دا ځل له دود وتلې نیوکه وکړه او پر کیېف د مسکو له توغندويي برید وروسته یې ولیکل، چې ولادیمیره نور بس کړه!.
ټرمپی د پنجشنبې په ورځ، د غویي پر څلورمه، په ټولنیزو شبکو کې ولیکل، « زه پر کیېف د روسیې بمباري نه خوښوم. نه ضروري وه او نه هم په مناسب وخت کې شوې».
دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې خپرې شوې، چې ټرمپ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تورن کړ چې د سولې خبرو ته زیان رسوي، ځکه زیلینسکي ویلي وو چې کیېف به هېڅکله د کریمیا روسی اشغال و نه مني.
ټرمپ دغه دریځ «د سولې خبرو ته تاوان رسوونکی» وباله او ادعا یې وکړه چې کریمیا له کلونو وړاندې له لاسه وتلې او « د خبرو موضوع نه ده».
ټرمپ چې د خپلې ولسمشرۍ په موده کې یې پوتین ته نږدې دریځ درلود، ډېر کم دا ډول څرګندې نیوکې کړې دي.
له همدې امله د هغه تازه څرګندونې د امریکا د سیاستوالو، نړیوالو څارونکو او شنونکو پام ځان ته اړولی.
سیاستپوه جان مورېل وايي، « دا د ټرمپ له خوا یو نادر تاکتیکي بدلون دی، داسې ښکاري چې هغه د جمهوريپالانو تر سختو نیوکو او د ۲۰۲۴ انتخاباتي فشارونو لاندې دی، چې باید له روسیې سره نرم چلند پریږدي».
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې د کیېف بریدونه د «نظامي تړلو هدفونو» پر ضد دي او دا د روسیې د «دفاعي عملیاتو» یوه برخه ده.
کرملېن تر اوسه د ټرمپ څرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
پر کیېف د روسیې تازه بریدونه له درندو ملکي زیانونو سره مل وو. د یوې استوګنیزې ودانۍ په کنډوالو کې لاهم ژغورونکي کار کوي. په دغه برید کې د لږ تر لږه اتو ملکیانو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي.