مودي وايي د کشمیر برید عاملان « د ځمکې تر پایه» تعقیبوي
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ژمنه وکړه چې د کشمیر وروستي ترهګریز برید عاملان به د « ځمکې تر پایه» تعقیب کړي او په سزا به یې ورسوي. دا څرګندونې داسې مهال دي، چې هندي چارواکو دوه بریدګر پاکستانیان ښودلي دي.
مودي د هند په بیهار ایالت کې د وینا پر مهال وویل، « موږ به هغوی د ځمکې تر پایه تعقیبوو».
نوموړي د هغو ۲۶ تنو لپاره دعا وکړه چې د جنوبي کشمیر په پهلګام سیمه کې وژل شوي.
د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو پولیسو د درې مشکوکو وسلهوالو نومونه خپاره کړي، چې دوه یې د پاکستان تبعه بلل شوي.
هندی رسنیو په برید کې مقاومت کشمیر ډله ښکیله ګڼلې چې ویل کیږي د لشکر طیبه پاکستانۍ ډلې یو ښاخ دی.
په غبرګون کې، هند له پاکستان سره خپل د اوبو د شراکت ۶۰ کلن تړون وځنډاوه او یواځینی ځمکنی سرحد یې وتاړه. همداراز، د اسلاماباد په سفارت کې یې د هندي مامورینو شمېر له ۵۵ څخه ۳۰ ته کم کړ.
د پاکستان د برېښنا وزیر اویس لغاري دا اقدام د اوبو جګړه بللې او ویلي یې دي چې دا یو «ناقانونه عمل» دی.
د رویټرز د رپوټ له مخې، د پنجشنبې په ورځ، لسګونه مظاهرهچیان په نويډیلي کې د پاکستان سفارت مخې ته راټول شوي وو، شعارونه یې ورکول او د پولیسو له مخنیوي سره سره یې زورونه وهل.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د خپل هېواد د ملي امنیت کمېټې بیړنۍ غونډه وبلله، چې د هند د ګامونو په وړاندې د احتمالي ځواب پرېکړه وکړي.
د هند د بهرنیو چارو منشي ویکرم میسري ویلي چې د کابینې امنیتي کمیټې ته د برید تر شا د سرحدي اړیکو په اړه معلومات ورکړل شوي.
د ۱۹۶۰ کال د اندس اوبو تړون، چې د نړیوال بانک په منځګړیتوب شوی و، تر دوو جګړو وروسته هم پاتې و. خو دا لومړی ځل دی چې هند دا تړون رسماً ځنډوي، چې د دواړو اټومي وسله لرونکو ګاونډیانو ترمنځ تاوتریخوالی لا زیاتوي.
دا برید د مودي او د هغه د ګوند لپاره یو شاتګ بلل کېږي، ځکه هغوی د کشمیر د ځانګړي حیثیت له لغو کولو وروسته د سیمې د امن او پرمختګ دعوې کړې وې.
هند له پخوا راهیسې پر پاکستان د کشمیر په پاڅون کې د لاس لرنې تور پورې کوي، خو اسلاماباد وايي چې یوازې سیاسي او اخلاقي ملاتړ کوي.