طالبان: سرپل کې د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره ښارګوټی پرانیستل شو
د طالبانو حکومت ویلي چې جبري راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره یې په سرپل ولایت کې د ښارګوټي پرانیسته کړې، خو راستانه شوي افغانان بیا د بنسټيزو بشري حقونو د نشتوالي شکایت کوي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت خبر ورکړی چې دغې ډلې د سرپل ولایت په سېداباد ولسوالۍ کې په جبري ډول هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو لپاره یو ښارګوټی پرانیستی دی. د فطرت په وینا، دغه ښارګوټی څه باندې ۱۲۰۰ جریبه مساحت لري.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ (غويي ۴مخ) د خپلې اېکسپاڼې له لارې زیاته کړې چې دغه ښارګوټی د طالبانو د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، دښار جوړونې وزارت سرپرست حمدالله نعماني، د سرپل ولایت د والي مرستیال خان محمد حقاني، دیني عالمانو، قومي مشرانو او د دغې ډلې د سیمهییزو چارواکو لهخوا پرانیستل شوی دی.
فطرت د طالبانو د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په حواله زیاته کړې چې چې دا ډله هڅه کوي بېرته راستانه کړل شویو افغانانو ته د ژوند مناسب شرایط برابر کړي. هغه ادعا کړې چې دغه ښارګوټی به د څښاک اوبو، برېښنا، روغتیایي خدمتونو، ښوونځیو او سړکونو په ګډون له ټولو اسانتیاوو برخمن وي.
حنفي ویلي چې طالبان د راستنېدونکو کډوالو د اسکان او خدماتو لپاره بېلابېلې کمېټې ګمارلې دي، تر څو د هغوی ستونزې ژر تر ژره حل کړي. د هغه په وینا، دا کمېټې به د عاجلو اړتیاوو لکه خواړو، موقتي استوګنځي او اصلي مېنو ته د لېږد په برخه کې کار کوي.
طالبان د دغه ښارګوټي د پرانیستلو په تړاو داسې مهال خبر ورکړی چې ګڼ شمېر هېوادوال هېواد ته د بېرته راستنېدو پرمهال د بشري حقونو بنسټیزو اصولو د نه رعایت له امله شکایت کوي.
د یادونې ده چې وړمه ورځ د طالبانو د رياستالوزراء اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مشر عبدالسلام حنفي ویلي و چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه د افغانانو اېستل د شرم وړ خبره ده.
ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو جبرې اېستلو ته زور ورکړی دی. تېره ورځ د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت ویلي و چې یوازې د تېرې چهارشنبې په ورځ د تورخم له لارې دوه زره ۲۹۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.