روسیه او ازبکستان د افغانستان له لارې پاکستان ته د ریل پټلۍ د مسیرونو ارزونه کوي
د ازبکستان د رسنیو د راپور له مخې، روسیه او ازبکستان په ګډه د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره د پاکستان د نښلولو لپاره د ټرانس ـ افغان ریل پټلۍ پروژې د پلیتابه لپاره ارزونه او مطالعه پیلوي.
د ازبکستان او روسیې د ترانسپورت وزارتونو د روسیې له ریل پټلۍ او د ازبکستان د ملي ریل پټلۍ شرکت سره په ګډه د پروژې د پراختیایي پړاو د پیل رسمي اسناد لاسلیک کړي دي.
د روسیې د ترانسپورت وزارت ویلي، چې دواړه هیوادونه په ګډه په ۲۰۲۵ کال کې د بار وړلو ټرافیک وړاندوینې او اقتصادي بقا ارزونه او مطالعه کوي.
تر اوسه د یادې پروژې د مسیر لپاره دوه احتمالي لارې وړاندیز شوې دي.
د دغې پروژې لپاره لومړی مسیر مزار شریف ـ هرات ـ دلارام ـ کندهار ـ او بیا د بلوچستان چمن ښار او دویم مسیر د ازبکستان ـ ترمز ـ د افغانستان نایب اباد ـ لوګرـ خرلاڅي ارزول کیږي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د ریل پټلۍ چارواکي او طالب پلاوی د یادې پروژې په تړاو نورې خبرې د راتلونکې مئ میاشتې په ۱۵ مه باندې د روسیې په کازان ښار کې ترسره کوي.
ازبکستان چې له وړاندې له افغانستان سره مستقیمه ریل پټلۍ لري، ځان یې د روسیې، منځنۍ اسیا، سویلي اسیا او نورو سیمو ترمنځ د لوژستیک مرکز په توګه وړاندې کړی دی. دغه هېواد د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې له طالبانو سره له حیرتان څخه تر مزار شریف پورې د ریل پټلۍ د تګ راتګ د تنظیم او ساتنې لپاره قرارداد وغځاوه، چې د چین-قرغیزستان-ازبکستان-افغانستان د پراخ دهلیز یوه مهمه برخه ده.
تمه کیږي چې د چین - قرغیزستان - ازبکستان د اورګاډي پټلۍ په بشپړیدو سره به د دې دهلیز اهمیت نور هم زیات شي.