پاکستان کې د ۲۰۲۵ کال د ګوزڼ اوومه پېښه ثبت شوه

په پاکستان کې د پولیو واکسین کمپاین سره هم‌مهاله په دغه هېواد کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام خبر ورکړی، چې د پښتونخوا په شمال لویدیځ کې د ګوزڼ یوه نوې پېښه ثبت شوې چې له دې سره د ۲۰۲۵ کال لپاره د پولیو د ټولو پېښو شمېر ۷ ته لوړ شو.

پاکستان د دوشنبې په ورځ په بېلابېلو برخو کې د پولیو واکسین ۷ ورځنی کمپاین پیل کړ، چې په کې به د شاوخوا ۴۵ مېلیونو څخه زیاتو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي.
پاکستان په ۲۰۲۴ کال کې یې د پولیو ۷۴ پېښې ثبت کړې وې.
له بل پلوه د اسلام اباد د روغتیا په ملي انسټیټیوټ کې هم د پښتونخوا د تورغر ولسوالۍ څخه د یوې پېښې پخلی شوی.
دغه مرکز په یوه بیان کې ویلي، چې دا په روان کال کې د پښتونخوا دویمه او په ټول پاکستان کې بیا د پولیو اوومه پېښه وه.
پاکستان او افغانستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي، چې لاهم د پولیو په وایروس ککړ پاتې دي.
د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې پاکستان د پولیو شاوخوا ۲۰،۰۰۰ قضیې ثبت کړې وې؛ خو په ۲۰۱۸ کې دغه شمېره اتو ته ښکته شوه او په په ۲۰۲۳ کې شپږ قضیې راپور شوې او په ۲۰۲۱ کې بیا یوازې یوه پېښه ثبت شوې وه.
خو د پاکستان د پولیو پروګرام چې په ۱۹۹۴ کال کې پیل شوی، د واکسین په اړه د ناسمو معلوماتو او د ځینو مذهبي سخت دریځو له‌خوا له دوامداره ننګونو سره مخ دی.
دغه سختدریځي ادعا کوي، چې د پولیو واکسین د مسلمانو ماشومانو د ناروغه کولو لپاره یوه بهرنۍ دسیسه ده.
له بل پلوه وسله‌والو ډلو هم په وار، وار د پولیو واکسیناتوران په نښه کړي او وژلي دي.
تېره اوونۍ هم وسله‌والو په پښتونخوا کې په یوه موټر برید وکړ او د پولیو دوه کارکونکي یې وتښتول.
د دوشنبې په ورځ هم یو وسله‌وال هغه مهال ووژل شو، چې د پښتونخوا د سوېلي وزیرستان د واڼه ښار په څنډو کې یې د پولیو د ساتونکو یوه ډله په نښه کړه او پرې یې ډزې وکړې.
د چهارشنبې په ورځ، د بلوچستان ایالت د مستونګ په تیري سیمه کې هم د پولیو واکسین دوه ساتونکي د وسله‌والو په برید کې ووژل شول.
خو له دغو پېښو وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه بیان کې وویل: «دغه ډول پېښې د پولیو په له منځه وړلو کې د پاکستان حکومت پر هوډ اغېز نه شي کولای.»
هغه ویلي: «خلک باید نهیلي نه شي؛ بلکې خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکو په ورکولو سره د هغوی راتلونکی خوندي کړي.»