حنفي: له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه د افغانانو اېستل د شرم وړ خبره ده

د طالبانو د رياست‌الوزراء اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مشر عبدالسلام حنفي وایي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه د افغانانو اېستل د شرم وړ خبره ده.

نوموړي همداراز وویل، چې له افغان کډوالو سره د ګاونډيو ناسم چلند د ټولو اسلامي او نړۍوالو قوانینو خلاف دی.
حنفي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د غویي ۳مه) د بلخ ولايت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د راستنو شويو کډوالو لپاره د مولانا جلال الدين محمد بلخي په نوم د ښارګوټی په پرانیستغونډه کې وکړې.
د هغه په خبره: «له ځینو ګاونډيو هېوادونو څخه د ټولو اسلامي او نړۍوالو قوانينو پر خلاف مېشت افغانان په زور او جبر اېستل کېږي، چې په وینا یې د شرم وړ خبره ده.»
له دې سره، په دغه غونډه کې د طالبانو د کور او ښارجوړولو وزیر حمدالله نعماني وویل، چې په بلخ ولايت کې د کډوالو لپاره د مولانا جلال الدين محمد بلخي ښارګوټي په نوم ۳ زره او ۱۰۰جريبه ځمکه چې په کې ۳ زره او ۱۵۰ نومرې ځای پر ځای شوي دي؛ په راستنو شویو کډوالو وېشل کېږي.
طالبانو په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ستنو شویو کډوالو ته د دایمي استوګنځيو د برابرولو لپاره هڅې زیاتې کړي دي.
د طالبانو د اقتصاد وزیر څو ورځې وړاندې د کورنیو او بهرنیو موسسو له استازو سره په یوې ناسته کې وویل، چې په شپږو ولایتونو کې یې د کډوالو ښارګوټو کې د ځمکو د وېش چارې پیل کړې دي او په ۱۱ نورو ولایتونو کې هم په پام کې دي.
دغه هڅې په داسې حال کې کېږي، چې یوازې تېر کال له پاکستانه ۹۷۹ زره او ۴۸۶ او له ایران څخه څه باندې یو مېلیون او ۲۰۰ زره افغانان په جبري توګه اېستل شوي دي.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې د افغان کډوالو پروسه با وقاره ترسره شوې، خو افغان کډوال د پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر بیا ویلي، چې د بهرنیو وګړو اېستل د دغه هېواد د خلکو له مهمو غوښتنو څخه دي، ځکه چې په ایران کې د کډوالو حضور له خلکو کاري فرصتونه اخیستې دي.
افغان کډوال یوازې له ایران او پاکستان څخه نه، بلکې له امریکا، یو شمېر اروپایي هېوادونو، ترکیې او تاجکستان څخه هم د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
په افغانستان کې امنیتي اندېښنې، ناوړه اقتصادي وضعیت، د وزګارتیا د کچې لوړېدل، د نجونو د زده کړو مخنیوی او د طالبانو لسګونه بېلابېل نور فرمانونه د دې لامل شوي، چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې مېلیونونه افغانانه له هېواد څخه ووځي.
د ستنو شویو کډوالو وضعیت او د نړۍوالو مرستندویه ادارو اندېښنې
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ موندنې ښيي، چې د تېر کال په لومړۍ نیمايي کې ۵۷ سلنه راستنېدونکو کډوالو په کافي اندازه خوراکي توکو ته لاسرسی نه درلود.
د دې څیړنې له مخې، په سلو کې ۴۷ کورنیو د خوړو ذخیره نه درلوده او ۲۹سلنې له یوې اوونۍ نه کم خوراکي توکي درلودل.
له دې سره، د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان بیا له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو د روان وضعیت په تړاو ویلي، چې د افغان کډوالو مسله یوازې سیاسي یا امنیتي نه؛ بلکې یوه انساني تراژیدي ده.
د دغه سازمان په خبره، که افغانستان او پاکستان په راتلونکې کې د ښه ګاونډیتوب او اړیکو غوښتونکي وي؛ نو باید دغه اړیکې بشریت ته په متقابل درناوي پیل شي.
د ماشوم ژغورنې نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې بیا ویلي، چې د اپرېل میاشتې په لومړیو ۱۶ ورځو کې نږدې ۵۰ زره افغان ماشومان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر میاشتې راهیسې له پاکستان څخه افغانستان ته ۵۴۵۰۰۰ ماشومان ستانه شوي او په هرو پنځو کې یو یې د پنځو کلونو څخه کم عمر لري.
د ستنېدونکو کډوالو پروړاندې پرتې ستونزې
ډېری کډوال د وزګارۍ له ګواښ سره مخ کېږي، ځکه چې کاري فرصتونه محدود دي او یا هم مسلکي تجربې نه لري.
د کډوالو بله لویه ستونزه د کور پیدا کول، د کرایې ورکول یا د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو برابرول دي.
حکومتونه او نړۍوال سازمانونه تل د اړتیا وړ مالي امکانات نه لري، چې ټولو کډوالو ته مرسته برابر کړي.
د ټولنې له خوا د کډوالو نه منل کېدل بیا د دوی پروړاندې بله ستونزه ده چې ورسره لاس او ګرېوان دي، ځینې وختونه کډوال له تبعیض، تعصب یا بې‌پروایي سره مخ وي.
کلتوري توپیر، ژبه او دودونه بیا د دغو ستونزو بله برخه ده، چې له امله یې کډوال په ټولنه کې د شاملېدو له ستونزو سره مخ وي.