ژوند او روغتیا؛ د ورځې څو دانې بادام وخورو چې له ناروغیو په امان پاتې شو؟
بادام د روغتیا لپاره ډېر ګټور دي. په یوې نوې طبي څېړنه کې چې په «کرنټ ډیولپمنټس ان نیوټریشن» مجله کې خپره شوې ښیي، چې د بادامو خوړلو سره نه یوازې د وجود وزن کمېږي، بلکې د وینې کولېسټرول او د وینې فشار هم راټیټېږي.
په دې څېړنه کې له پخوا څخه د ګڼو علمي څېړنو پایلې تحلیل شوې دي.
پایلو وښودله، چې د ورځې ۵۰ګرامه بادام خوړل کولای شي وزن ورو ورو کم کړي.
همدارنګه، دا وچه مېوه د«ال ډي ال» یا بد کولېسټرول سطحه هم راکموي.
د دې لپاره باید هره ورځ ۵۰ګرامه بادام تر ۱۰اونیو پورې وخوړل شي، چې له امله یې د کولېسټرول سطحه تر ۵سلنه پورې راټیټېدای شي او د زړه مزمنو ناروغیو خطر هم کمېږي.
څېړونکو ویلي، بادامو کې داسې ډېر مرکبات شته چې کولېسټرول راکموي، لکه فایبر، صحي غوړ او نور مفید عناصر.
په څېړنه کې دا هم ویل شوي، چې د هرې ورځې بادام خوړل د وینې شکر هم راکموي، په ځانګړي ډول هغو کسانو کې چې د شکر کچه یې لوړه وي، خو لا تر اوسه پر دویم ډول شکر (ډیابېټس ټایپ ۲) نه وي اخته شوي.
څېړونکي وایي: «مونږ وموندله چې د هر خوراک نه ۳۰دقیقې مخکې ۲۰ګرامه بادام خوړل وزن کموي، د خېټې او ملا اندازه راکموي، او د انسولین مقاومت هم کموي.»
هغوی زیاتوي، که دا عادت درې میاشتې دوام ومومي، نو د وینې شکر عادي حالت ته راګرځي.
د څېړونکو په وینا، د سهار او ماښام یو څه اندازه بادام خوړل د انسان روغتیا ته ډېرې زیاتې ګټې لري او دا وچه مېوه هېڅ زیان نه لري.