د طالبانو عدلیې وزارت د خصوصي روغتونونو او درملو ټولنې لغوه کړي
د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د خصوصي روغتونونو او د درملو شرکتونو ټولنې په لغوه کولو سره، روغتونونه په سوداګرۍ او د درملو شرکتونه په ټيټ کیفیته درملو واردولو تورن کړي دي.
د طالبانو د عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر د درملو او خصوصي روغتونونو د ټولنې له مسوولانو سره په ليدنه کې د دغو اتحادیې د لغوه کولو اعلان وکړ.
په خبرپاڼې کې راغلي، د طالبانو د عدلیې وزیر ویلي، چې د درملو اتحادیه د فساد له امله منحل شوې ده.
شرعي د درملو په شرکتونو او خصوصي روغتونونو غږ وکړ، چې د نویو ټولنو د جوړولو لپاره اقدام وکړي.
دغه وزارت لیکلي چې عبدالحکیم شرعي د درمل جوړونکو شرکتونو مسوولانو ته ویلي، چې د وزارت څېړنې ښيي چې یو شمېر شرکتونه د جعلي اسنادو له لارې درمل له ټاکلې بیې په لوړه بیه پلوري، چې له امله یې په بازار کې د درملو بیې لوړې شوې دي.
هغه ټینګار وکړ، چې خلک د روغتیا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د روغتون، درملتون او ډاکټرانو مسوولان یې له ناروغانو څخه د زیاتو پیسو په اخیستلو تورن کړل.
دغه طالب چارواکي زیاته کړې: «خلک د روغتونونو، درملتونونو او ډاکټرانو د زیاتې ګڼې ګوڼې، د وخت تېرېدو، بې کیفیته درملو او د خصوصي روغتونونو په ګډون د روغتیا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.»
عبدالحکيم شري وويل، چې د وزارت او نورو بنسټونو د ګډې کمېټې راپور ښيي، چې ځينې روغتونونه يوازې د سوداګرۍ لپاره جوړ شوي او له ناروغانو څخه د زياتو پيسو د ترلاسه کولو لپاره له هېڅ ډول اقدام څخه ډډه نه کوي.