د ستنې شوې کډوالې اندېښنه: په افغانستان کې به مې ازادي محدوده شي
۱۵ کلنه نازمین خان چې په پاکستان کې زېږېدلې؛ افغانستان ته تر ستنېدو وروسته د تورخم د کډوالو یوه پنډغالي کې تر ګرمې هوا لاندې خېمه کې مېشته ده. هغه وایي، د افغانستان په اړه لږ معلومات لري او دومره پوهېږي، چې په افغانستان کې به یې ازادي محدوده شي.
هغې عرب نیوز سره په خبرو کې ویلي: «موږ هیڅکله فکر نه کاوه، چې بېرته به افغانستان ته ستانه شو.»
هغه وایي: «کله چې مې مور او پلار وویل، چې موږ باید افغانستان ته کډه شو؛ موږ ډېر ژړل.»
نازمین خان چې په افغانستان کې د اوسېدو لپاره هیڅ سرپناه نه لري؛ د خپلې کورنۍ له شپږو نورو غړو سره د تورخم په (عمري پنډغالي) کې په یوه خېمه کې مېشته ده.
نوموړې وروسته له هغه خپل هېواد ته ستنېږي، چې اسلام اباد په تېرې مارچ میاشت کې د بې اسناده او اې سي سي کارت لرونکو افغانانو د اېستلو اعلان وکړ.
ډېری افغان کډوال د پرله پسې جګړو او ناورینونو له امله پاکستان ته کډه شوي وو.
د پاکستان حکومت وایي، چې د اپرېل له لومړۍ نیټې شاوخوا ۱۰۰ زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د نازمین خان کورنۍ په ۱۹۶۰ کال کې له افغانستان نه پاکستان ته کډه شوې وه. د نوموړې څلور وروڼه او یوه خور هم په پاکستان کې زېږېدلي دي.
هغه وایي: «په څو ورځو کې به موږ په ننګرهار ولایت کې ځانته د کرایې لپاره کور ولټوو.»
هغه په اردو ژبه خبرې کوي او د افغانستان په رسمي ژبو هم نه پوهېږي.
په راپور کې راغلي، چې په دغه خېمه کې نوموړې او د هغې د کورنۍ وضعیت خورا کړکېچن دی او کافي اسانتیاوې هم نه لري.
نوموړې چې د پاکستان په پنجاب ایالت کې اوسېده، اوس په افغانستان کې خپلو زدهکړو او د ازادۍ محدودیتونو له امله خورا اندېښمنه ده.
له ۲۰۲۳ کال راهیسې د پاکستان حکومت افغانستان ته داسې کډوال ستانه کړي، چې اصلآ افغانستان نه پیژني او نه یې له دود او کلتور سره بلد دي.
تر ډیره بریده دا اندیښنې هم شته چې د پاکستان حکومت غواړي د کډوالو په منځ کې افغانستان ته نامعلومې او نا پیژاندې کورنۍ ولیږدوي او په راتلوونکي کې ترې په وسله والو ډلو کې استفاده وکړي.