احدي: له اماني صندق څخه نه له طالبانو سره مرستې شوي او نه هم دې ډلې د مرستې غوښتنه کړې

په سويس کې د افغانستان د اماني صندوق څارونکی غړی انوارالحق احدي وایي، اماني صندوق د بشري مرستو لپاره نه، بلکې د جدي دولتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره دی. د نوموړي په وینا، له دې صندوق څخه نه تراوسه له طالبانو سره مرستې شوي او نه هم یادې ډلې د مرستې غوښتنه کړې.

احدي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په مرکه کې د سې شنبې په ورځ وویل، د افغانستان بانک کنګل شوې پیسې د بانکي چارو لپاره هغه وخت استفاده کېدای شي، چې په افغانستان کې نورمال حکومت رامنځته شي.

د نوموړي په وینا، له دې پیسو څخه د دولت د ځینو بېړنیو اړتیاو لپاره هم په هغه صورت کې چې دولت یې له جوګې نه شي وتلی، هم استفاده کېدای شي.

احدي دغه راز زیاته کړه، که څه هم طالبان له ډېر شمېر هېوادونو سره اړیکې لري، خو د دغې ډلې حکومت تراوسه هم د نړۍ د هېوادونو له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د نوموړي په وینا: «دا چې تراوسه پر طالبانو بندیزونه شته نو دا نورمال حالت نه دی او د افغانستان د مرکزي بانک پیسې به تر هغه کنګل وي، ترڅو چې افغانستان کې یو نورمال حالت او حکومت نه وي رامنځته شوی.»

د احدي په وینا، تراوسه دغه صندوق له ۴۰۰ مېلیون ډالرو څخه زیاته ګټه کړې.

ښاغلي احدي دا هم وویل، چې طالبانو له دغه صندوق سره مستقیمه اړیکه نه ده نیولې، ان په هغه وخت کې چې طالبان له اسیایي بانک څخه ۲۹ مېلیون ډالر قرضداره و.

د احدي په وینا، که چیرې دغه پیسې طالبانو نه وای ورکړې دوی مجبوره و، چې له اماني صندوق څخه دغه پیسې ورکړي.

احدي وایي، له اماني صندوق څخه طالبانو یا هم د افغانستان بانک ته پیسې نه شو ورکولی، خو کولی شو داسې یې مصرف کړو چې ګټه یې عمومي نظام ته ورسېږي.

هغه د بېلګې په توګه وایي:‌ «که موږ بانک نوټ چاپوو نو ګټه یې اقتصادی سیسټم، بازار او د خلکو معاملو ته رسېږي، چې ګټه یې غیر مستقیم مرکزي بانک ته هم رسېږي خو مستقیم موږ د مرستې اجازه نه لرو.»

احدي د دې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان له اماني صندوق څخه د مرستې غوښتنه وکړي، نو دغه مرستې به وشي او کنه؟ وویل: «زه په دې عقیده یم چې دا مهال شدید ضرورت شته اما طالبانو تر اوسه دغه غوښتنه نه ده کړې. که چیرې دوی غوښتنه وکړي نو موږ به یې هیات ته راجع کړو زه نه پوهېږم چې پرېکړه به څه وي خو زما په نظر دا عاجل ضرورت دی او باید دغو خلکو سره مرسته وکړو.»

که څه هم نوموړی وایي، چې طالبانو له اماني صندوق څخه د مرستې غوښتنه نه ده کړې، خو یادې ډلې په ځلونو د متحده ایالتونو له حکومته غوښتي، چې د افغانستان ټولې کنګل شوې څه باندې نهه نیم مېلیارده ډالر دې دوی ته ازادې کړي‌ او د دوی تر واک لاندې د افغانستان بانک ته دې وسپاري.

دوی ټینګار کوي، چې د افغانیو د ثبات او د دوی تر واک لاندې د افغانستان اقتصاد لپاره د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدېدل ورته ګټور دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې وروسته له هغې چې پخوانی جمهوري نظام وپرځېده؛ امریکا او ځینو لوېدیځو هېوادونو له دې کبله چې د طالبانو له لاس وهنې لرې پاتې شي د افغانستان ۹.۵ مېلیارده امریکایي ډالره شتمنۍ یې کنګل کړې.

د دغو شتمنیو څخه اووه مېلیارده یې په نیویارک کې د امریکا فدرالي زېرمو کې ساتل کېدې، چې له دغو مرستو ۳.۵ مېلیارده ډالر بیا په سویس کې د افغانستان اماني صندوق ته سپارل شوي دي.

اماني صندوق ته دغه مرستې د جوبایډن ادارې له لوري له دې کبله وسپارل شوې؛ څو پرې افغانستان کې روان بشري ناورین حل شي او په بېلابېلو برخو کې ولګول شي.