د امریکا د ملي امنیت سلاکار: داعش، القاعده او الشباب ډلې پر امریکا د برید پلان لري

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والټز وايي، ترهګرې ډلې لکه داعش، القاعده او الشباب پلان لري چې پر امریکا برید وکړي. ښاغلي والټز د سې شنبې په ورځ یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل، چې دغه ډلې د برید لپاره «پلان او طرحې» لري.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار له «جسټ ده نیوز» سره په مرکه کې ویلي، چې د ټرمپ ادارې تر اوسه پورې د ترهګرو ډلو ۷۴ پېژندل شوي مشران وژلي دي.

یاد امریکايي چارواکي د دغو ترهګرو ډلو د مشرانو د هویت او دا چې له کومه ځای یې په نښه کړي جزیات نه دي ورکړي.

واشنګټن پوسټ څه موده وړاندې راپور ورکړی و، چې افغانستان مایک والټز ته ډېر اهمیت لري.

د راپور له مخې، مایک والټرز ویلي چې پر امریکا د بل برید انتظار نه شي کولی.

والټرز په وار وار په مرکو، ټلویزیوني بحثونو او لیکنو کې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې ترهګر هڅه کوي چې بیا منظم شي، او پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو په څېر نور بریدونه وکړي.

ښاغلي والټز په خپله ټلویزیوني مرکه کې زیاته کړه، چې د ټرمپ ادارې تر اوسه پورې ۴۵هغه امریکايي وګړي، چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او رژیمونو له خوا زنداني شوي وو، بېرته امریکا ته ستانه کړي دي.

د یادولو وړ ده، چې د ټرمپ ادارې په دې وروستیو کې دوه امریکايي وګړي د طالبانو له زندانونو خوشې کړل.