د کشمیر برید؛ هند میشتو پاکستانیانو ته په ۴۸ ساعتونو کې د وتلو امر شوی
هندي رسنیو ویلي، چې په نوي ډیلي کې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ د دغه هېواد د کورنیو، دفاع، بهرنیو چارو وزیرانو او نورو لوړ پوړو امنیتي چارواکو په کشمیر کې پر سیلانیانو د برید په تړاو ناسته کړې.
د رسنیو د راپور له مخې، د نریندرا مودي په مشرۍ دې ناسته کې د هند کورنیو چارو وزیر امیت شاه، د دفاع وزیر راجنات سینګ، د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر، د هند ملي امنیت سلاکار اجیت دیول او ځینو نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی.
لوړ پوړو هندي چارواکو دغه غونډه د جمو کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو د برید په تړاو کړې ده.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له یاد برید وروسته سعودي عربستان ته خپل سفر نیمګړی پریښی دی.
نریندرا مودي پر سیلانیانو یاد برید غندلی او ویلي یې دي، چې د یادې پیښې عاملین باید ژر تر ژره قانون ته وسپارل شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړي سلاکار ویکرم میسري نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال ویلي، چې د کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو د برید په پایله ۲۵ هندیان او یو نيپالی وګړي وژل شوي دي.
ویکرم میسري وايي، د کابینې د امنیتي کمیټې په ناسته کې له پاکستان سره د ۱۹۶۰ کال د اوبو تړون له همدې شیبې څخه تر نامعلوم وخت پورې وځنډول شو. دغه راز د سارک د ویزې معافیت له مخې د پاکستاني اتباعو لپاره هند ته د سفر اجازه نه ور کول کیږي. میسري وویل، هغو پاکستاني وګړو ته چې مخکې ویزې ورکړل شوې دي، دغه ویزې لغو ګڼل کېږي او هغه پاکستاني وګړي چې دا مهال فعالې ویزې لري او په هند کې دي، په ۴۸ ساعتونو کې باید له هند څخه ووځي.
د هند د ترهګرۍ ضد ملي ادارې یوه ډله هم پهلګام ته رسېدلې، چې له سیمه ییزو پولیسو سره د پلټنو په برخه کې مرسته وکړي.
امنیتي ادارو د دریو شکمنو کسانو انځورونه هم خپاره کړي دي، چې ګومان کېږي د برید تر شا لاس لري.
هندي رسنیو ویلي چې د دغه برید مسوولیت د لشکر طیبه ډلې اړوند «کشمیر مقاومت» وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی. لشکر طیبه پاکستانۍ ترهګره ډله ده چې په هند او افغانستان کې د بریدونو اوږده سابقه لري.