د متقي او کابلوف ناسته؛ طالبان د روسيې لپاره د سفیر په کچه ډيپلوماټ معرفي کوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ددې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره په لیدنه کې ويلي، چې ژر به د مسکو لپاره د سفیر په کچه ډيپلوماټ معرفي کړي. متقي د مسکو د ترهګرو له نوملړه د طالبانو نوم لرې کولو ستاینه کړې.

د طالبانو بهرنيو چارو ویاند حافظ ضیاء احمد د چار شنبې په ورځ وویل، چې اميرخان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره په لیدنه کې د دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګريزو همکاريو پر پراختیا خبرې وکړې.

نوموړي ویلي، چې متقي په روسيه کې د ممنوعه ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم لرې کېدو د اقدام هر کلی کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له روسیې فدراسیون نه مننه کړې، چې د سفیر په کچه ددوی ډيپلوماټ مني.

امیرخان متقي په ليدنه کې ژمنه کړې چې په نژدې راتلونکي کې به د مسکو لپاره د سفير په کچه ډیپلومات معرفي کړي.

ضمير کابلوف له طالبانو سره د اړیکو پراختیا مهمه بللې او زياته کړې یې ده چې «هېواد ته یې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا مهمه ده او د همدې لپاره یې وروستي دا اقدامات وکړل څو خنډونه لرې شي.»

د کابلوف په خبره، په مې میاشت کې به د کازان فورم په څنډه کې د روسيې او طالبانو د دوه اړخیز دايمي کمیسیون د کار د پيل لپاره ځانګړې غونډه هم جوړه شي.

د اپرېل پر ۱۷مه د روسیې سترې محکمې د دغه هېواد د لوی څارنوال غوښتنه ومنله چې د روسیې د ترهګرو سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د ایستلو غوښتنه یې کړې وه.