په استانبول کې زورورې زلزلې تر ۱۵۰ ډېر کسان ټپیان کړي دي

د ترکیې په استانبول ښار کې زورورې زلزلې تر ۱۵۰ ډېر کسان ټپیان کړي دي. د دې زلزلې پرمهال د ځان ژغورنې په موخه یو شمېر دغو کسانو له ودانیو څخه ټوپونه کړي، چې په ترڅ کې یې ټپیان شوي دي.

د ترکیې د طبیعي پېښو او د بېړني وضعیت مدیریت ادارې د راپور پر بنسټ، د رېښتر په کچه ۶.۲ درجې زلزلې په ځايي وخت ۱۲:۴۹ بجو د استانبول ښار لړزولی دی.

د زلزلې مرکز د استانبول په ۸۰ کیلومټرۍ کې د سلویوري سیمې په ۶.۹۲ کیلومټره ژوروالي کې موقعیت درلود.
د استانبول والي داوود ګول ویلي، چې لږترلږه ۱۵۱ کسانو د زلزلې د وېرې له امله له لوړو ځایونو څخه ټوپونه کړي، چې په ترڅ کې یې ټپیان شوي دي.
د ترکیې د طبیعي پېښو او د بېړني وضعیت د مدیریت ادارې په وینا، د ورځې په اوږدو کې په سیمه کې اووه زلزلې ثبت شوې دي.
د دې زلزلې په ترڅ کې د استانبول ګڼ شمېر اوسېدونکو پارکونو، کوڅو او خلاصو ځایونو ته پناه وړې ده.

د ښار په اروپايي برخه کې لا هم د زلزلې وروسته ټکانونه محسوس شوي دي.
ورته مهال، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې ټولې دولتي ادارې، په ځانګړې توګه د طبیعي پېښو او بېړني وضعیت مدیریت اداره او د عامې روغتیا وزارت په تیارسۍ حالت کې دي.

د استانبول ښار د شمالي اناتولي فالټ ته نږدې موقعیت لري.

یو درز چې شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومټره اوږد دی، له ختیځې ترکیې څخه پیل شوی او تر ایجین سمندر پورې غځېدلی دی.
دا درز د تاریخ په اوږدو کې د څو ویجاړوونکو زلزلو ځای دی.

په دغه ځای کې د ۱۹۳۹ کال د ارزنجان زلزله شامله ده، چې تر ۳۲ زرو ډېر کسان او په ۱۹۹۹ کال د ازمیت زلزله ده، چې تر ۱۷ زرو ډېر کسان په‌کې مړه شوي دي.