فایق: د مسلکي کادرونو پر ځای د ملایانو ګومارل هېواد نالوستۍ، بېوزلۍ او جګړو ته بیایي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق د طالبانو د مشر له خوا د پوهنې وزارت د نږدې ۹۰ زره بستونو د ختمېدو د حکم په غبرګون ویلي، چې د مسلکي کادرونو پر ځای د ملایانو ګومارل، افغانستان بېوزلۍ، نالوستۍ او نیابتي جګړو ته بیایي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د غویي ۳مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې د طالبانو په دې پرېکړې سره به افغانستان تل بهرنیو مرستو ته وابسته پاتې شي.
د ښاغلي فایق په خبره، د طالبانو له خوا د افغانستان د عصري زده‌کړو د نظام د کمزوري کولو یا له منځه وړلو هر ډول هڅه او پر ځای یې د پوهنې او د لوړو زده کړو په وزارتونو کې د جهادي مدرسو پراخوالی د اندېښنې وړ دی او باید وغندل شي.
نصیر احمد فایق د هبت الله اخوندزاده له خوا د پوهنې وزارت د نږدې ۹۰ زره بستونو د ختمېدو د حکم په تړاو همداراز وویل، د طالبان د دغو اقداماتو اساسي موخه د ځوانانو د ذهنیت بدلول، د افراطي مذهبي افکارو خپرول او د ترهګریزو ډلو د سرتېرو د جذب په مرکزونو د روزنیزو بنسټونو بدلول دي.
نوموړي په دې تړاو په داسې حال کې اندېښنه څرګنده کړې ده، چې تېره ورځ افغانستان انټرنشنل د طالبانو د پوهنې وزارت اړوند یو سند ترلاسه کړ، چې ښيي د دغې ډلې مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د یاد وزارت د ۱۴۰۴ لمریز کال په اداري جوړښت کې د نږدې ۹۰ زره بستونو د ختمېدو حکم کړی دی.
د هبت‌الله د نوې پرېکړې پر پلي‌کېدو سره به د پوهنې وزارت لږترلږه ۳۵ زره او ۸۹۵ کارکوونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي.
اخوا، ‏د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د دغې ډلې له‌خوا د ملکي او پوځي ادارو د تنقیص خبرې پخلی وکړ او ویې ویل، چې په ادارو کې تنقیص او تزیید یوه طبیعي خبره ده.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په علمي او تخصصي مرکزونو کې د اکاډمیکو کسانو ګوښه‌کېدل په سېستماتیک شکل روان دی او یاده ډله هڅه کوي، چې په دې ځایونو کې له خپلې ایډيالوژۍ سره جوړ او د مدرسو ملایان وګماري.
د طالبانو له‌خوا پر مدرسې د پوهنتون د بدلېدو روان بهیر د افغان اکاډمیکو شخصیتونو، محصلیو او استادانو ترمنځ پراخې اندېښنې راپاورلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بشري حقونو مرکز د تېر کال په وروستیو کې په یوې څېړنه کې د طالبانو د جهادي مدرسو د زیاتېدو خبرداری ورکړ او دغه راز یې وویل، چې دغو مدرسو د ځوانانو پر افکارو خطرناکې اغېزې کړي.
د «طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې با کیفیته زده کړو ته د ښځو د لاسرسي حق» تر عنوان لاندې دغه څېړنه کې ویل شوي، چې د طالبانو د مدرسو شمېر تر هغه هم زیات دی، چې په رسمي توګه اعلان شوي دي.
د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان کړی و، چې په هېواد کې اوسمهال څه باندې ۲۱ زره دیني مدرسې فعالې دي، خو د افغانستان د بشري حقونو مرکز د ترلاسه شویو شواهدو په اساس ویلي، چې د دې مدرسو شمېر د رسمي اعلان په پرتله ډېرې زیاتې دي.