ژوند او ټېکنالوژي؛ انسټاګرام د ټیک‌ټاک «کپ‌کټ» سره د سیالۍ لپاره «اېډېټس» نومی اپ جوړ کړ

انسټاګرام د ویډیو اېډېټ کولو نوی اپ «اېډېټس» کاروونکو ته وړاندې کړ، چې د ټیک‌ټاک د مشهوره اپ «کپ‌کټ» سیالي وکړي. دا اپ د ۲۰۲۵کال جنورۍ میاشت کې اعلان شو او اوس کاروونکي ترې کار اخیستی شي.

په دغه نوي اپ کې له میټا د نورو اپلیکیشنونو څخه پرمختللي اېډېټنګ وسایل کاروونکو ته برابر کړي او د کامرې کاروونکو ته دا وړتیا ورکوي، چې تر ۱۰دقیقو پورې ویډیو ثبت او په لوړ کیفیت یې انسټاګرام ته اپلوډ کړي.

نور جالب امکانات:

مشهوره اېډېټنګ اېفېکټونه لکه «ګرین سکرین» او د انسټاګرام د موسیقۍ لېست هم پکې شامل دي.

مصنوعي ځیرکتیا (AI) ته هم ځای ورکړل شوی، لکه له یوه انځور څخه ویډیو جوړوي یا هم له ویډیو څخه ځانګړي کسان یا څیزونه بېلوي.

د انسټاګرام مشر اېډم موسېري په جنورۍ کې پر Threads یوه ویډیو خپره کړه، چې پکې یې وویل چې دا یو وړیا ویډیو اېډېټنګ اپ دی، چې ګڼ شمېر وسایل لري.

هغه زیاته کړه،چې اپ کې یوه برخه د الهام اخیستلو لپاره ځانګړی شوی او بل د ابتدايي مفکورو تعقیب لپاره.

د میټا له‌خوا په دې اپ کې ځینې هغه ځانګړتیاوې هم شاملې شوي دي، چې مخکې یوازې په انسټاګرام کې وې، څو د Reels جوړونکي حتماً دا اپ وکاروي.

په یوه بلاګ پوسټ کې ویل شوي، «اېډېټس» لومړنی ګام دی او ډېر ژر به نور امکانات هم ور اضافه شي.

د دغه اپ سایز ۱۳۲،۱ ام بي دی.

دغه اپ له «اپل اپ سټور» او »ګوګل پلې سټور» څخه کاروونکي ترلاسه کولی شي.