سرګي لاوروف: هڅې کیږي چې د ناټو پوځي بنسټونه بېرته افغانستان ته راوستل شي

په داسې حال کې چې لوېدیز هېوادونه هڅه کوي طالبان له سخت دریځيو را وګرځوي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، د ناټو د بیا حضور هڅې، د سیمې لپاره د «ټایم بم» په معنا دي. سرګي لاوروف وايي، له تور نوملړه د طالبانو ایستل له دې ډلې سره د «عملي همکارۍ د اسانتیا لپاره مهم ګام دی».

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سې شنبې په ورځ ازبکستان ته د خپل سفر پرمهال په یوه خبري ناسته کې ووویل، چې د روسیې او مرکزي اسیا راتلونکې سرمشریزه د اکټوبر په میاشت کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره کیږي.

نوموړيي ویلي، چې د غونډې ټول اړخونه به د همکارۍ د پراختیا لپاره د هڅو همغږې کولو ته ځانګړي شي.

لاوروف وايي، په مرکزي اسیا او نورو ستراتیژیکو سیمو کې د تسلط ټینګولو لپاره د لویدیځ هڅې مسکو له نږدې څاري.

لاروف زیاته کړه:«موږ د همکاریو د سیاسي کولو او د ایډیولوژیکو اجنډاوو تپلو، په ځانګړي ډول د ځینو لویدیزو هېوادونو د هڅو، چې غواړي په دې او نورو جیوپولیتیکي سیمو کې برلاسی ومومي، په کلکه مخالفت کوو.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو پرمهال د افغانستان په تړاو د لویدیزو هېوادونو پر نویو هڅو هم نیوکې وکړې.

لاوروف وویل:« موخه روښانه ده، لوېدیز هېوادونه اندېښمن دي، ځکه د دوحې له بهیر مخکې د افغانستان د پروسو بهرنی ملاتړ تر ډېره د سیمې هېوادونو په لاس کې و.»

نوموړی وایي، چې مسکو په مرکزي اسیا کې د لویدیزو هېوادونو له حضور سره مخالفت نه کوي، خو د هغو اقداماتو پر وړاندې خبرداری ورکوي، چې مسکو ته د منلو وړ نه وي.

لاوروف وايي:« دا په بشپړه توګه د منلو وړ نه ده، او داسې هڅې واقعا شته چې په بېلا بېلو پلمو سره د ناټو پوځي بنسټونه بېرته افغانستان ته راوستل شي. دا هڅي د «ټایم بم» جوړولو خطر لري او ښايي دا بم ضعیف نه وي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره دوامداره ښکیلتیا تاییدوي او وايي، چې له ترهګر نوملړه د طالبانو نوم ایستل د کابل له چارواکو سره د عملي همکارۍ د اسانتیا لپاره یو اړین ګام دی.

لاوروف زیاته کړه، «حقیقت دادی چې اوس طالبان په کابل کې واک لري. که زموږ سیاستونه عملي او واقعي وي، باید دا حقیقت ومنو او تعامل وکړو.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف نن په کابل کې د طالبانو د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو سره هم په جلا جلا لیدنو کې د اړېکو د لاپیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.